د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

«زما نوم » کمپاین په وړاندې خنډونه او لاسته راوړنې!


په افغانه ټولنه کې عموماً د ښځې نوم مهم نه ګڼل کېږي.

لکه يو سړی چې په خپل نوم پېژندل کېږي او هر څوک کولای شي ورته د ده په نوم غږ وکړي، ښځې ته د هغې په نوم غږ نه کېږي او په ډېری مواردو کې خلک ښځې ته د فلاني مور، د فلاني لور او د فلاني مېرمن وايي.

ځيني خلک د ښځې نوم يادول شرم ګڼي او که چا ته يې د ښځو نوم معلوم شي، فکر کوي دا بد کار دی.

د ښځې نوم حتی د هغې د قبر پر کتبه لا نه لیکل کېږي ځکه خلک فکر کوي نوم يې مهم نه دی.

عموماً د ودونو پر کارت يوازي د زوم نوم ليکل کېږي او د زېږېدو په سند کې د نجلۍ د مور نوم نه ذکر کېږي.

له همدې کبله افغانو ښځو په پراخه کچه پر ټولنيزو رسنیو په پښتو کې د «زما نوم»، په دري کې «نامم کجاست» او په انګلیسي کې «WhereIsMyName» تر عنوان لاندي یو کمپاين پيل کړ.

دوی غوښتل د دې کمپاین له لارې دې ستونزې ته پام واړوي چې د ښځې نوم شرم نه بلکه د هغې د وجود او هويت يوه برخه دی.

د يوه انسان په توګه ښځه هم حق لري چې په خپل نوم ورته غږ وشي.

خو د ښځو لپاره دغه انساني حق غوښتل څومره ستونزمن کار دی او هغه ښځې چې په دا کمپاين يې پيل کړی وو، له څه وړ ستونزو سره مخامخ شوې؟ دا پوښتنه مې د کمپاين له یوې پيلوونکي تهمينه رشیق څخه وکړه.

مېرمن رشیق د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال هغو ستونزو ته اشاره وکړه چې د دې کمپاين پر مهال دا ورسره مخامخ شوه.

تهمینه رشیق
تهمینه رشیق

نوموړې زیاته کړه:

"له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوو، د بېلګې په توګه شخصاً زما پر شخصي حریم تېری وشو، زما عکسونه چې ډېر شخصي وو، دباندي وايستل شول، پر فيسبوکونو له انتقادونو سره مخامخ شوم، داسي تهدیدونه راته وشول لکه، ماته به يې پیغام ولېږه چې ته هم غواړې فرخنده شې؟ يا وخت رارسېدلی چې ته هم فرخنده شې، تر اوسه هم دا هر څه دوام لري."

په زما نوم کمپاین کې ډېری کسانو برخه واخيسته چې په هغو کې ځيني هنرماندان هم شامل دي.

فرهاد دریا او د هغه مېرمنې سلطانه دريا هم د دې کمپاين ملاتړ وکړ.

د دې تر څنګ زرګونو افغان ليکوالانو، خبریالانو او هنرماندانو پر فيسبوک او ټويټر د دې کمپاين ملاتړ وکړ.

دا چې دغه کمپاين پر عادي افغانانو کوم اغېز وکړ، مېرمن تهمينه وايي:

"کمپاين ډېر ښه نتايج درلودل، لکه سړو له موږ سره يو ځای په پراخه کچه په دې کمپاين کې ګډون او زموږ ملاتړ یې وکړ، يوه بېلګه دا ده چې څو ورځې مخکې د یوې نجلۍ واده وو په هرات ولايت کې، هغه وتوانېده چې د کورنۍ غړي قانع کړي چې د واده په کارت کې يې نوم وليکل شي، همداسي ځيني نورې بيلګې شته چې له موږ څخه ملاتړ ثابتوي."

د ښځو نوم شرم ګڼل یو دود دی چې له دين او مذهب سره هيڅ تړاو نه لري.

د دغه کمپاين د پيلوونکو هدف دا هم وو چې لويو ستونزو ته د خلکو پام واړوي لکه په افغانه ټولنه کې په ډېری مواردو کې د تعليم او ودونو په برخه کې د ښځو او نجونو د ژوند پريکړې د هغوی نارینه خپلوان کوي.

XS
SM
MD
LG