د امریکا متحده ایالاتو او د هغه درېیو اروپایي متحدینو پر ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې ایران ته د هغه راکټ د توغولو په اړه چې سټلایټ فضا ته انتقالولی شي واضح غبرګون وښیي.
لوېدیځ هېوادونه تر ډېره د ایران دغه اقدام په سیمه کې د بېثباتۍ لامل بولي نو ځکه وایي، فضا ته د سټلایټ انتقالوونکي راکټ د توغولو په اړه باید ملګري ملتونه تهران ته واضح پیغام ورکړي او ویې غندي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه لیک په استولو سره ویلي چې د ایران دا اقدام د هغه هېواد لهخوا د ګواښ څرګندویي کوي.
پهدې لیک کې چې د امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا په استازیتوب لیکل شوی د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کوي چې د دې ډول پاروونکو اقداماتو په وړاندې پر یوه مناسب ځواب غور وکړي.
په لیک کې راغلي چې د دغه راکټ توغول د هغې موافقې سره سم نهدی چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ وشوه.
په هغه تړون کې چې موافقه شوې وه چې پر تهران د بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې به ایران خپل اټمي او د بالسټیک توغندویو پروګرام محدودوي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې نوي سفیر واسیلي نبنزیا "Vasily Nebenzya" مخالفت ښودلی دی.
راپورونه وایي، نوموړي د اګسټ پر دوهمه نېټه په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي چې روسیه داسې نهګڼي چې د ایران دا اقدام دې د اټمي تړون څخه سرغړونه وي.
ایران د جولای پر ۲۷مه نېټه تر ټولو پرمختللی راکټ چې فضا ته د سټلایټ د انتقال وړتیا لري توغولی دی.
دغه راکټ سیمرغ نومېږي.
امریکایي چارواکو ویلي چې دا ډول ټکنالوژي اساساً د اټمي موادو د انتقال لپاره ډیزاین شوې ده او پنټاګون ویلي چې دا ټکنالوژي کېدای شي د قاره ویشتونکي توغندي د پرمختیا لپاره وکارول شي.
د دغو څلورو لوېدیځو هېوادونو لیک داسې مهال ملګرو ملتونو ته استول شوی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په همدې ورځ هغه نوې مصوبه توشېح کړه چې پر ایران، روسیې او شمالي کوریا نوي بندیزونه لګوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي دغه بندیزونه د امریکا لهخوا یوه داسې هڅه بللې چې ګواکې اټمي موافقه سبوتاژ کوي.
عراقچي ویلي:
"موږ به په ورته اقدام ځواب ورنهکړو، پر ځای بهیې د ده په وینا تر دې په لوړه سطح پر مخ ولاړ شي."