ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پاکستان او طالبانو تهيې د سولې لاس وغځاوه، خو هغوی يې د سولې وړانديز رد کړ.
ولسمشر محمد اشرف غني له وال سټريټ ژورنال سره د دوشنبې په ورځ په خبرو کې ویلي چې که څه هم د افغان سرتېرو تلفات ډېر دي، خو روان کال د افغانستان ملي اردو تر بل هر وخت ډېره غښتلې شوې ده.
ولسمشر له وال سټريټ ژورنال سره په مرکه کې ويلي چې په دفاع وزارت کې پراخ اداري فساد وو، خو اوس هر څه بدل شوي دي.
ولسمشر غني وايي په دفاع وزارت کې یې ډېر اصلاحات راوستلي.
ده ويلي چې د سولې لپاره پاکستان ته لاړ، خو پاکستان او طالبانو د ده د سولې وړانديز رد کړ او د سولې پر ځای يې پر افغانستان يرغل وروړ.
د سیاسي چارو کارپوه روحالله احمدزی وايي، له طالبانو سره د سولې د موضوع تر څنګ نور عوامل هم وو چې افغانستان اړ شو له پاکستان سره اړیکې کمې کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د حقاني شبکې د لهمنځه وړلو او يا د وسلهوالو د تګ او راتګ په موضوع کې د افغانستان دولت مشخص اسناد له پاکستان سره شريک کړل چې دغه دلايل موجود دي، ستاسو په دغو ښارونو کې د ترورېزم پټنځايونه دي، دغه همکاري پاکستان ورسره په عملي ډګر کې ونهکړه او له همدې کبله ولسمشر حتی د ډیپلوماتيکو اړيکو اړوند په دې نظر شو چې نورې دا اړیکې ورسره کمې کړي او حتی په نړيوالو غونډو کې هم ولسمشر غني د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره پر ناستو ټينګار نهدی کړی."
ولسمشر غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستان خپل دريځ بدل نهکړي نو په افغانستان کې به سوله څه ډول ممکنه وي، وايي چې دی غواړي افغانستان د خپل موقعيت په کارولو سره له ګاونډيو هېوادونو سره وصل شي او اوسمهال افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو د لوی سوداګريز ملګري هېواد د جوړېدو په حال کې دی.
ولسمشر ويلي چې افغانستان، پاکستان ته يو بديل وړاندې کوي او پاکستان باید په دې پوه شي چې د پاکستان د احتمالي بریا او اتصال کلي به افغانستان وي.
ولسمشر همداراز د افغانستان کورنیو چارو او په دې وروستیو کې د ځينو سياسي کسانو ترمنځ ائتلافونو جوړېدو ته په اشاره ويلي چې هغو سیاسي کسانو ته د بېاحترامۍ په سترګه نهګوري چې د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته صحنې ته راغلل، خو دی وايي، غواړي هر څوک خپل مسئولیت ادا کړي او د خپل کړنو لپاره مسئول وګڼل شي.
دی وايي چې د قانون حاکميت ورته ډېر مهم دی.
ولسمشر غني همداراز ويلي چې د نړۍ ټول مشران مني چې د نړۍ تر ټولو ستونزمنه يا سخته دنده لري، خو د دې لپاره ډېر کار کوي چې تر ده وروسته د راتلونکي مشر دنده هغه ته اسانه وي.