ناټو ننګرهار کې د نړیوالو ځواکونو حمله کې د ملکي تلفاتو ادعا رد کړه

ناټو د ننګرهار ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې په یوه هوايي حمله کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعاوې غلطې بولي.

سیمه‎ییز چارواکي او عیني شاهدان وايي، د هسکې مېنې ولسوالۍ په مریز سیمه کې پر یوه کور چې د فاتحې مراسم په‎کې روان وو د بې‌پیلوټه الوتکو په بمبارۍ کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي.

د هسکې مېنې ولسوال حاجي سازولي پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دې بمبارۍ د داعش ډلې ۲۵ وسله‎وال وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړی د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم تائیدوي، خو وايي چې شمېر یې نه‎دی معلوم.

د راپورونو له مخې امریکايي ځواکونو په دې سیمه کې پر یوه کور وروسته له هغه بمباري وکړه چې داعشیانو له دې کور څخه پر ګډو ځواکونو چې په سیمه کې یې پوځي عملیات کول ډزې وکړې.

ناټو په پېښه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعا ردوي او وايي، دوی له دې سیمې څخه د ملکي تلفاتو هېڅ راز خبر نه‎دی ترلاسه کړی.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د مأموریت ویاند ډامین هوروات "Damien Horvath" پرون ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ادعا غلطه وبلله.

نوموړي وویل:

"دا راپورونه ناسم دي. په هغو بمباریو کې چې موږ په ننګرهار ولایت کې پر وسله‎والو یاغیانو کړي له حملو مخکې یا وروسته د ملکي وګړو د استوګنې هېڅ نښې نېښانې نه‌شته. خو له دې سره-سره، که موږ ته داسې کومه ادعا راورسېږې چې په دې عملیاتو کې ملکي وګړي زیانمن شوي دي، موږ به‌یې په اړه څېړنه وکړو."

د ننګرهار د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وايي، له سیمې څخه اته تنه ټپیان د جلال‎اباد مرکزي روغتون ته د علاج لپاره وروړل شوي چې دوه په‎کې ماشومان او پنځه مېرمنې دي.

عیني شاهدانو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د پېښې مړه او ټپیان د هغو کورنیو غړي او د فاتحې په مراسمو کې ګډون‎وال مېلمانه دي چې بمباري پرې شوې.