د تخار ولایت د ماورای کوکچه ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د امو سیند تحکیماتو ته د حکومت د نهپاملرنۍ له کبله هر کال د دوی سلګونه جریبه زراعتي ځمکې او طبیعي ځنګلونه ویجاړېږي چې له کبلهیې خلکو ته هم مالي او هم ځاني زیانونه اړوي.
د تخار ۷ ولسوالۍ لکه رستاق، چاه اب، ینګي قلعۀ، دشت قلعۀ، درقد، خواجه بهاوالدین او خواجه غار د ماورای کوکچه ولسوالیو په نوم یادېږې او دغه ولسوالۍ د تالقان ښار د تخار مرکز شمال لوري ته موقعیت لري، خو له دې شمېر څخه ۵ ولسوالۍ یې له تاجکستان هېواد سره ګډه پوله لري چې د امو سیند د افغانستان او تاجکستان تر منځ بهېږي.
د دغو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې هر کال د دوی سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او تر څنګیې ځنګلونه د امو سیند د اوبو د کچې د لوړوالي له کبله د سیند په بستر بدلېږي.
د تخار د درقد ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"هر کال زرګونه جریبه زراعتي ځمکې، ځنګلونه او باغونه د امو سیند د اوبو د لوړوالي له کبله د سیند په بستر تبدیلېږي، خو دولت تر اوسه پورې د امو سیند د تحکیماتو په برخه کې کوم کار نهدی کړی، موږ له دولت څخه غواړو چې د امو سیند تحکیماتوته جدي پاملرنه وکړي."
"د درقد ولسوالۍ پُل نهلري خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، موږ له دولت څخه غواړو چې د درقد ولسوالۍ لپاره د امو سیند پر سر پُل جوړ کړي او تر څنګیې د امو سیند تحکیماتو ته هم توجه وکړي، څو د خلکو کورونه او ځمکې د امو سیند له ګواښ څخه وژغورل شي."
په ورته وخت کې د تخار د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست مشر جان محمد نبيزاده هم د خلکو انتقادونه پر ځای بولي وايي، دوی دغه موضوع له مرکزي حکومت سره شریکه کړې، خو تر اوسه پورې د امو سیند د تحکیماتو په برخه کې کوم عملي کار نهدی شوی.
نوموړي زیاته کړه:
"د امو سیند کابو زموږ ۳۰ زره جریبه ځمکه یا د سیند په بستر تبدیله کړې ده او یا هم د تاجکستان هېواد له خاورې سره وصل کړې ده او ان سرحدي نښې او نېښانې یې هم لهمنځه وړې دي."
بلخوا د تخار د سیندونو د حوزوي ادارې مشر رحمتالله سیفي بیا وايي، اوسمهال دوی د تخار په ینګي قلعۀ ولسوالۍ کې د ۵ کېلو متره په اوږدوالي سره د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو کار پیل کړی دی.
ښاغلی سیفي وايي:
"موږ د خلکو دغه خبرې تائیدوو، خو داسې هم نهده چې حکومت او وزارت کار نهدی کړی کارونه تر یو حده پورې شوي دي، همدا اوس موږ د ینګي قلعۀ په ولسوالۍ کې د ۱۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۵ اعشاریه ۶ کېلو متره په اوږدوالي د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو کار پیل کړی دی."
د تخار د ماورای کوکچه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، که دولت ډېر ژر د امو سیند د تحکیماتو کار پیل نهکړي، نو له کبله بهیې هر کال سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او ترڅنګ بهیې طبیعي ځنګلونه د امو سیند د اوبو د کچه لوړوالي له کبله ویجاړ او د سیند په بستر به بدل شي.
راپور: اجمل ارین