«G20» غونډه ونه توانېده د پاریس موافقې په اړه د ټرمپ نظر بدل کړي

د نړۍ د شل سترو اقتصادي قدرتونو د مشرانو غونډه چې د جرمني په هامبورګ ښارکې جوړه شوې وه، پرون شنبه پای ته ورسېده.

خو د غونډې ګډونوال ونه توانېدل چې د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس له تړون سره د امریکا د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ موافقه رایه واخلي او د هغه نظر بدل کړي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د دې دوه ورځنۍ سرمشریزي د پای په وینا کې، وویل چې له امریکا پرته، د نوولس سترو اقتصادي قدرتونو مشرانو د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس موافقه تائید کړه.

مېرکل: زه خوشاله یم چې د دې ډلې نورو مشرانو د پاریس موافقه ومنله.

انګلا مېرکل وویل:

"زه خوشاله یم چې د دې ډلې نورو مشرانو د پاریس موافقه ومنله او نه بدلېدونکې یې وبلله، هغوی ومنله چې د پاریس د موافقې پراساس، باید ژر تر ژره خپل مسئولیتونه سر ته ورسوو، موږ د انرژۍ او اقلیمي بدلون په اړه د هامبورګ کاري پروګرام جوړ کړ."

د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس موافقه په ۲۰۱۵میلادي کال کې شوې وه چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر یوه میاشت مخکې له هغې د وتلو اعلان وکړ.

د فرانسې ولسمشر ویلي چې هېواد به یې د روان کال د ډسمبر میاشتې په دوولسمه، د پاریس د موافقې د عملي کولو او د زیات پرمختګ په اړه یوه نړیواله غونډه، بحث ته را وبولي.

د فرانسې ولسمشر ویلي هڅه به وکړي چې د یادې موافقې په اړه د ټرمپ نظر بدل کړي.

د رپوټونو په حواله، د فرانسې ولسمشر هیله څرګنده کړې چې د امریکا د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ په هڅولو به بریالی شي او د دې موافقې په اړه د هغه نظر به بدل کړي.

د هامبورګ د سرمشریزي په څنډه کې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسیې له جمهور رئيس ولادیمیر پوتین سره وکتل او تر دوو ساعتونو زیاتې خبرې یې ورسره وکړې.

رپوټونه وايي چې دواړو مشرانو په سوریه کې د جګړې په اړه ځیني موافقې هم کړې دي.

په هامبورګ کې ددوه ورځنۍ سرمشريزي پرمهال، د سرمایه داري نظام یوشمېر مخالفو ډلو لاریونونه وکړل، موټرو ته یې اورونه واچول او په ځیني سیمو کې یې له پولیسو سره نښتې هم کړې دي.

په یادو مظاهرو کې ۲۰ تنه نیول شوي.

د جرمني چارواکو ویلي چې په دې نښتو کې تر ۲۰۰زیات پولیس زخمیان شوي او لږترلږه ۲۰۰مظاهره چیان او اعتراض کوونکي نیول شوي دي.