سرچینه: د امریکا لوی درستیز سبا له ولسمشر غني سره ګوري

د امریکا لوی درستیز جوزف ډانفورډ.

يوه معتبره حکومتي سرچینه وايي چې د امریکا لوی درستیز جوزف ډانفورډ به سبا له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

يوې معتبرې حکومتي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې د امریکا لوی درستیز کابل ته پخپل سفر کې تر دې مهاله له افغان چارواکو سره نه دي لېدلي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې ټاکل شوې چې جوزف ډانفورډ سبا د چهارشنبې په ورځ سهار نهه بجې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

ښاغلی ډانفورډ چې د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی تر دې مهاله یې يوازې په کابل کې د امریکا سفیر او د خپل هېواد له سرتېرو سره لېدلي دي.

د سرچینې په خبره د ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د لوی درستیز جوزف ډانفورډ ترمنځ به خبرې اترې به تر ډېره پر پوځي مسایلو ورټول وي او ښايي افغان ولسمشر د نورو غوښتنو ترڅنګ د تروريزم سره د مبارزې په برخه کې په پاکستان د فشارونو د راوړلو غوښتنه هم وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی ډانفور به کابل ته د خپل سفر په لړ کې به د افغانستان امنیتي او نظامي وضعیت هم وارزوي.

رادمنش: تر دامهاله کوم ملاقات نه دی شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"ښاغلی ډانفورډ کابل ته راغلی څو د افغانستان امنیتي او نظامي وضعیت له نږدې څخه وګوري او وروسته به د حکومت له مشرانو او د د دفاع وزارت له مسؤلینو سره لېده کاته ولري خو تر دې مهاله کوم ملاقات نه دی شوی."

ښاغلي رادمنش وویل چې د امریکا له لوی درستیز سره په لېدنه کې به د افغانستان دفاع وزارت خپلې ارزونې هم شرېکې کړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست به د بروکسل په ناسته کې د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا ترڅنګ پر دې هم ټینګار وکړي چې پر پاکستان دې فشارونه راوړل شي څو د تروریستي ډلو د تمویل او رزونې څخه لاس واخلي.

د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ تېره ورځ په يو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی.

په يو شمېر راپورنو کې راغلي چې د امریکا لوی درستیز به ممکن په افغانستان کې څو ورځې تېرې کړي او د نړیوالو ځواکونو په اډه کې خپلمنځي غونډې به هم ولري.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس افغانستان ته د جنرال ډانفورډ سفر د افغانستان لپاره د امریکا له نوې جوړېدونکې ستراتیژۍ سره اړوند بللی او ویلي یې دي چې په دې سفر کې به د افغانستان د ستراتیژۍ پر وروستیو عناصرو کار وشي.

په دې ستراتیژۍ کې افغانستان ته د نېږدې ۴ زره نورو پوځیانو استول هم شامل دي.

په پام کې ده چې د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې نوې ستراتیژي چې ویل کېږي پر افغانستان سربېره به سیمه را نغاړي، د جولای د میاشتې په نیمایي کې اعلان شي.

په ورته وخت کې يو شمېر امنیتي کارپوهان بیا وايي چې امریکا باید پخپله نوې ستراتېژۍ کې د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز ته ډېره پاملرنه وکړي او ترڅنګ يې د سیمې هغه هېوادونه چې د تروریستي ډلو ملاتړ کوي تر فشار لاندې ونیسي.

له دې ډلې عبدالهادي خالد وايي:

"د افغانستان اقتصاد او امنیتي ځواکونه باید پیاوړی شي او له هغه ځای نه چې ترورېزم صادر کېږي د هغوی سرچینې باید وچې شي،نو هله ترورېزم په وړاندې مبارزه په نړیواله کچه بریالۍ کېدای شي."

ښاغلی خالد وايي، امریکا دې په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره دوه کارونه وکړي لمړی دې پر پاکستان فشارونه زیات کړي څو د تروریستی ډلو له ملاتړ او روزنې لاس واخلي او دوهم دا چې افغان ځواکونه دې په هر لحاظ پياوړي کړي.

راپور: واصل وصال