الکوزی: په هلمند کې سلګونه کېلوګرامه مخدره مواد تر نیول کېدو وروسته ورک شوي

د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي او کورني امنیت کمېسیون رئیس ادعا کوي چې په هلمند ولایت کې د ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو له لوري سلګونه کېلوګرامه نیول شوي مخدره مواد د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مديریت ته نه دي سپارل شوي.

محمد هاشم الکوزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سربېره پر دې چې دا موضوع یې له اړوندو ادارو سره شریکه کړې، خپله به هم هلمند ته ولاړ شي او دغه موضوع به له نېږدې وڅېړي چې دا مخدره مواد د چا لخوا او څنګه ورک شوي دي.

ښاغلی الکوزی وايي، داسې اسناد او شکایتونه ورته رسېدلي چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې له دوو موتړو څخه ترلاسه شوي سلکونه ګېلوګرامه مخدره مواد تر نیول کیدو وروسته ورک شوي دي.

نوموړي وویل چې دغه مواد په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو ځواکونو او ملي امنیت په چوکاټ کې د سونګریان په نوم د ځانګړې قطعې له لوري نیول شوي وو.

دی وايي، د خلکو د شکایتونو او هلته د کشفي ادارو د معلوماتو له مخې له موتړو څخه تر لاسه شوي مخدره مواد ډېر وو خو اوس یې یوازې شاوخوا ۴ سوه کیلوګرامه د ملي امنیت له ریاست سره موجود دي.

الکوزی. په دې اړه زموږ څېړنې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اړوند سیمه کې د مخدره موادو ډک دوه موټرونه د ملي اردو او ملي امنیت د ځواکونو له لوري نیول شوي وو، خو تر اوسه پورې دغه مواد هلته د مخدره موادو مديریت ته نه دي تسلیم شوي، په دې اړه زموږ د کمېسیون څیړنې روانې دي او سبا به زه هم هلمند ته ولاړ شم او دا معلومات به راټول کړم چې په دې قضیه کې څوک ښکېل دي."

هلمند د افغانستان یو له هغو ناامنه ولایتونو څخه دی چې د نورو ولایتونو په پرتله پکې د کوکنارو کښت او مخدره موادو تولید کچه لوړه ده.

د مخدره موادو او جرمونو پر ضد د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ادارې د معلوماتو له مخې په هلمند کې هر کال د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت مخدره مواد تولیدېږي چې د افغانستان د ناخالصو کورنیو تولیداتو شل سلنه جوړوي او د ځینو راپورونو پر بنسټ له دې پیسو څخه په هلمند کې یو شمېر پوځي او ملکي چارواکي هم ګټه اخلي.

یوي سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، په هلمند کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیس د دې پر ځای چې د نشه يي موادو پر وړاندې مبارزه وکړي، تر ډېره بريده په نورو کارونو،په ځانګړي ډول په جګړه کې ښکېل ساتل شوي او دغه مسؤلیت نورې ادارې په غیر قانوني ډول مخته وړي، هغه څه چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت يې هم تر یوه حده مني.

هاخوا د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد مبارزې معینیت مسؤلين د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ په هلمند کې د ورک شويو نشه يي موادو موضوع تاییدوي، خو وايي چې دې قضیې د څېړنو لپاره یې یو هيئت هلمند ته استولی، څو معلومه شي چې په دې قضیه کې څوک او څه ډول ښکېل دي.

په دې اړه سیدمهدي کاظمي وویل:


" موږ هلمند ته یو هيئت استولی چې ژر به بېرته کابل ته راشي، که داسي وي چې کوم چا دغه مواد چا له ځانه سره ساتلي او يا يې د نیول شویو کسانو د خوشي کولو په اړه اقدام کړی وي، زه ډاډ درکوم چې دا کسان به ژر تشخيص او د قانون منګولو ته وسپارل شي، موږ په دې اړه ډېر جدي یو"

هڅه مو وکړه د افغانستان دفاع وزرات نظر هم واخلو، خو د دې وزارت وياند دولت وزيري په دې اړه ناخبري وښوده.

که څه هم له دې مخکې په هلمند ولایت کې د مخدره موادو د سترو کارخانو له منځه وړلو او هلته د ډېرو مخدره موادو نیولو راپورنه ورکړل شوي، خو دا ځل ادعا کېږي چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي مخدره مواد تر نیول کیدو ورسته ورک شوي دي.

دا چې په دې قضیه کې څوک او څه ډول ښکېل دي دا به وروسته معلومه شي.

راپور: عبادالله حنانزی