یو شمېر کابل ښاریانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنې استازو او د یو شمېر سیاسي حزبونو استازو د کابل ښار له واټونو د اعتراض کوونکو د خیمو لیرې کول وستایل.
دوی د چهارشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې خلک باید هېڅکله د نورو د سیاسي اهدافو ښکار نهشي.
د اعتماد حزب مشر محمد امین محمدي په دې اړه داسې وویل:
"موږ ټول د یو بل په څنګ کې یو او د هغو کسانو په وړاندې یو اوسپنیز سوک یو چې د روان حالته خپل یا د خپل ګوند لپاره ګټه پورته کوي، د افغانستان دښمنان به خپلو اهدافو ته ونهرسېږي او د افغانستان خلک هوښیار دي."
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د خونړۍ موټر بم حملې وروسته یو شمېر کابل ښاریانو مظاهرې او پر تاوتریخوالي د مظاهرو له اوښتو وروسته ځینو اعتراض کوونکو د کابل ښار په مهمو سیمو کې د تحصن خیمې ودرولې.
که څه هم ډېرې خیمې څو ورځې وړاندې په خپله اعتراض کوونکو ټولې کړي، خو یوه چې د شیرپور په څلور لاري کې وه د سې شنبې په شپه امنیتي ځواکونو په زوره ټوله کړه.
د «رستاخیز تغییر حرکت» ځینو غړو وویل چې پولیس پر دوی حمله وکړه خو امنیتي سرچینو له رسنیو سره داسې وېډیو خپره کړه چې د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست پولیسو ته د خیمې د ټولولو امر کوي خو وايي، هېڅڅوک نهشي کولای چې له وسلو سره خیمې ته ورنېږدې شي.
Your browser doesn’t support HTML5
په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان بیا وايي، هېڅڅوک حق نهلري د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره نورو ته ستونزې جوړې کړي.
دیني عالم نورالحق تالقاني په دې اړه وايي:
"اسلام موږ ته د انسان دوستۍ، بشر دوستۍ او د ملي وحدت درس راکوي، بدبختانه ذهني او فکري اختلافات او بېمنطقه ایډیالوژي زموږ په وجود کې رامنځته شوې او دا ټول اسلامي ارزښتونه مو له یاده ایستي دي."
د مدني ټولنو ځیني استازي او قومي مشران وايي چې مظاهرې د هر وګړي حق دی، خو که څوک د مظاهرو په پلمه عامه امنیت او نظم ته زیان رسوي حکومتیې باید مخه ونیسي.
راپور: سباوون کاکړ