د ارزګان کروندګر وایي دولت دې د کوکنارو د کښت بدیل پیدا کړي

د ارزګان کروندګر وایي چې سږکال‌ په دغه ولایت کې د کوکنارو حاصلات ۸۰ سلنه کم شوي دي.

د دغه ولایت یو شمېر کروندګرو د یکشنبي په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې سږ کال
يې د کوکنارو کرکیله زیاته کړې، خو حاصلات‌ يې لږ و.

دوی وايي، کوکنار له مجبورې کري، له دولت څخه غوښتنه کوي چې د کوکنارو د کښت بدیل پیدا کړي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي ادارې مسؤلین د کروندګرو ستونزې پرځای بولي او د یوه بدیل کښت ژمنې ورکوي.

په دې اړه نور حال د شریف‌الله شرافت په دې راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور