د ولسي جرګې ځینې غړي: له امریکا سره دې پر امنیتي تړون له سره غور وشي

د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي په دې باور دي چې د امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي او دفاعي تړون سره له دې چې کومه نتیجه نه‎ده لرلې، په هېواد کې د وضعیت د خرابوالي لامل شوی.

دوی د شنبې ورځې په عمومي ناسته کې وویل چې دغه تړون د افغانانو په ګټه نه‎دی او بیا ځل پرې باید کتنه ونشي.

د دې جرګې يوه غړي صادقي نیلي‎زاده وویل، هغو کسانو چې دغه تړون یې په بېړه لاسلیک کړی، باید ترې څېړنې وشي.

نوموړي وویل:

"په يوه ورځ کې له زرو ډېر کسان تلف شول، همدا د هوکړې پيغام دی؟ ایا همدا چې زموږ هېواد يې د نړیوالو د رقابت په میدان بدل کړی؟ يا دا چې امریکا ته پوځې اډې ورکړل شوي چې په له امله‎يې افغانستان د جنګ په میدان بدل شوی، همدا يې نتیجه ده، بل څه نه‎دي."

همدارنګه د اکرام‎الدین رضا‎زاده په نوم يوه بل وکیل وویل چې د ياد تړون لاسلیک د افغانانو هېڅ درد نه‎دی دوا کړی.

دی وایي:

"له کله راهیسې چې دغه تړون تائید شوی، د افغانستان وضعیت نور هم خراب شوی او د ډېرو افغانانو د تلف کېدو شاهدان یوو، دغه تړون زموږ هېڅ درد نه دوا کوي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ملي امنیت شورا ویلي، تمه ده افغانستان او امریکا په نېږدې راتلونکي کې د امنیتي او دفاعي تړون په اړه په لوړه کچه خبرې اترې پېل کړي.

دغه مسئله د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر د خپل امریکايي سیال اچ ار مک‎مستر سره د جمعې په ورځ مطرح کړې ده.

د ویلو ده چي د امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي او دفاعي تړون د ملي يووالي حکومت د کار په دوېمه ورځ لاسلیک شو.

د سیاسي چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د افغانستان حکومت باید د دغه تړون د عملي کېدو په برخه کې يو لړ شرطونه لکه په هېواد کې د سولې او ثبات او د امنیت د ټينګښت موضوع جدي ونیسي.

له دې ډلې مشتاق‎رحیم ازادي راډیو ته وویل، په دې تړاو چې کومې خبرې د افغان او امریکايي چارواکو ترمنځ ترسره کېږي، باید ډېر ټینګار پر دې وشي چې یاد تړون عملي بڼه خپله کړي.

مشتاق‎رحیم وویل:

"هیله همدا ده چې نوې ستراتيژي به تر ډېره بریده د افغانستان د حکومت او د افغانستان د خلکو د هیلو سره سم په ګاونډيو هېوادونو فشار راوړي، څو په افغانستان کې له لاسوهنو لاس واخلي او د ترهګرو ملاتړ ونه کړي."

د سیاسي چارو بل شنونکی ودیر صافی وايي، په دومره موده کې چې دغه تړون لاسلیک شوی، باید خلک د ډېرو ښو پایلو شاهدان وای چې نه‎دي.

خو سره له دې چې له دې وړاندې هم د ولسي جرګې يو شمېر غړو د دغه تړون پر بیا کتنې او لغوه کېدو ټینګار کړی، خو ولسمشر محمد اشرف غني بیا د امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون د افغانستان او سیمې د هېوادونو په خیر بللی.

راپور: واصل وصال