اردوغان: سوریه کې کُردي ملېشو ته د وسلو ورکول ترکيې ته د منلو نه‎دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د واشنګټن له‎خوا په سوریه کې کُردي ملېشو ته د وسلو ورکول، د ترکیې لپاره د منلو نه‎دی.

ترکیه په سوریه کې "د خلکو د ساتنې کنډکونو" یا "YPG" په نوم کُردي ځواک ته د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري خو دا ډله د داعش سخت دریځو پر ضد جګړه د امریکا د ائتلاف مهمه برخه ده.

رجب طیب اردوغان پرون له خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:

"په سیمه کې د «وای. پي. جي» یا «وای. پي. ډي» په نوم له کُردي ملېشو څخه زموږ د متحدانو له‎خوا کار اخیستل، هغه که د هر هېواد له‌خوا وي، په څرګنده د هغه نړیوال تړون سره مناسب نه‎دی چې موږ پرې سلا شوي یوو."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وکتل.

ترکیه په سوریه کې "د خلکو د ساتنې کنډکونو" یا "YPG" په نوم کُردي ځواک د کُردستان د کارګر ګوند سره تړلې بولي چې له لسیزو راهیسې د ترکیې پر ضد د خپلواکۍ لپاره جګړه کوي.

د امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه د کُردستان کارګر ګوند یا "PKK"د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني خو سوریه کې "د خلکو د ساتنې کنډکونو" یا "YPG" په نوم کُردي ځواک بیا له دې ډلې سره تړلی نه‌بولي.

په سپینه ماڼۍ کې له اردوغان سره په ګډه خبري غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم وویل چې "سختې او اوږدې" خبرې اترې یې په مخ کې دي.

نوموړي وویل:

"ډېر لوی ویاړ دی چې ولسمشر اردوغان دلته له موږ سره دی. موږ به خپلو کې اوږده او سخت بحثونه ولرو. پوهېږم چې دا خبرې اترې به ډېرې بریالۍ وي. موږ ښې اړیکې درلودې او دا اړیکې به تر دې هم بهتره کړو. نو ډېر جدي او اوږده بحثونه مو په مخ کې دي."

د امریکا او ترکیې تر منځ چې دواړه د ناټو په تړون کې متحدان دي بله لانجمنه مسئله د فتح‌الله ګولېن موضوع ده.

ګولېن چې د اردوغان له سختو سیاسي مخالفانو څخه دی دا مهال د امریکا په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.

ګولېن چې د اردوغان له سختو سیاسي مخالفانو څخه دی.

اردوغان او حکومت‌یې ګولېن په هغه ناکامه کودتا کې پر لاس لرلو تورنوي چې د جولای په میاشت کې وشوه.

انقرې له واشنګټن څخه غوښتي چې ګولېن دې ترکیې ته وسپاري.

د ترکیې ولسمشر پرون په واشنګټن کې خپله دا غوښتنه یو وار بیا یاده کړه او هیله‌یې وښودله چې امریکا به فتح‌الله ګولېن انقرې ته وسپاري.

خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د اردوغان د دې غوښتنې په اړه څه ونه‌ویل.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ترکیې ته د ګولېن د سپارلو په اړه د ترکیې په ناکامه کودتا کې د نوموړي د لاس لرلو په اړه له انقرې څخه د کره شواهدو غوښتنه کړې.