نن یکشنبه به ښکاره شي چې فرانسویان مکرون ولسمشر ټاکي او که لوپن

د فرانسې د دوهم دور ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ کاندید امانوېل مکرون په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو په شعار انتخابات پیل کړي او سیالې یې مارین لوپن چې ملت‌پاله ښي اړخه ده له اروپايي ټولنې د وتلو شعار په خپلو کمپاینونو کې مخته وړي.

نن یکشنبه به دا ښکاره شي چې فرانسویان کوم یو د ولسمشر په توګه انتخابوي.

خلک په څه باندې ۶۶ زره مرکزونو کې د سهار له شپږو رأیه اچونه پیل کړې او تمه ده د مازیګر تر پنځو بجو دغه مرکزونه پرانیستي وي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ د یوه څېړنیز انسټټیوټ یوروپیوم مرستیال مارتین میشیلوټ د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته وویل چې لوپن هڅه کوي څو مکرون د یوه داسې کاندید په توګه خلکو ته وپېژني چې پالېسۍ یې د فرانسې په زیان تمامېږي.

دواړو کاندیدانو د مې په درېیمه په وروستۍ مناظره کې په یو بل سخت انتقادونه وکړل.

دا مناظره د لې مانډ ورځپاڼې له‌خوا تاوتریخجنه بلل شوې او ویلي یې دي چې سر تر پایه له خشونت سره روانه وه.

میشیلوټ:مکرون یو سیاستوال دی

د یوروپیوم انسټټیوت مرستیال مارتین میشیلوټ د مکرون په اړه ویلي چې:

"مکرون یو سیاستوال دی چې هېڅکله‌یې د {بهرنۍ پالېسۍ} له مسایلو سره سر او کار نه‌دی لرلی. نو تاسو کولای شئ د مکرون له ټیمه په دې برخه کې د ډېرو وړاندوینو تمه وکړئ."

ښاغلي میشیلوټ بیا د مارین لوپن په اړه ویلي چې:

"لوپن به له ترورېزم سره د مبارزې برخه کې له روسیې سره نېږدې اړیکې وپالي او یو ځل بیا به له ایران سره سیاسي مذاکرات پیل کړي هغه څه چې د امریکا متحده ایالاتو له هدفونو سره په ټکر کې راځي او کېدای شي له امریکا او ولسمشر ټرمپ سره په یوې لانجې واوړي."

منځلاری کاندید امانوېل مکرون چې په لومړي دور انتخاباتو کې یې هم بریا خپله کړې وه د مې تر پنځمې د وړاندوینو له مخې ۶۲ پر ۳۸ فیصده امتیازاتو باندې له خپلې سیالې مخکې دی.

له کومه چې مکرون مخکې دی روسي رسنۍ یې تورنې کړي چې د ده په خبره په سایبري حملو سره غواړي د هغه په کمپاینونو کې مداخله وکړي.

مسکو بیا د مکرون دا تورونه رد کړي هغه کار چې یې د برلین او واشنګټن د تورونو په وړاندې هم وکړ.

له مکرون نه ډېرو فرانسوي سیاستوالو، د اروپايي ټولنې یو شمېر مشرانو او د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما ملاتړ کړی دی.

اخوا مارین لوپن هم چې د کرېمیا د الحاق په موضوع کې د روسیې په خوا ده د دغه هېواد او ځینو نورو خلکو له ملاتړ برخه‌منده ده.

دواړه کاندیدان په دننه فرانسه کې که څه هم خپل پلویان لري خو ځينې یې نه‌خوښوي.

د مې په پنځمه لسګونه زده‎کوونکو په پاریس کې د ښوونځیو مخ ته مظاهره وکړه او ویل یې چې نه لوپن غواړي او نه‌هم مکرون.

د نن ورځې په انتخاباتو کې لا هم ویل کېږي چې ۱۸ فیصده رأیه ورکوونکي بې‌تصمیمه دي خو ویل کېږي چې د رأیې په شرایطو برابر ۴۸ میلیونه کسان به اکثریت خپله رأیه وکاروي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی