د افغانستان اجرائیه ریاست وايي چې کابل ته د ښاغلي حکمتیار راتګ د هغې توافقنامې یوه برخه ده چې د دولت او د دغه حزب د غړو تر منځ شوې ده.
د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن یوه خبري غونډه کې وویل چې د دولت او حزباسلامي تر منځ د سولې د توافقنامې ټولې ژمنې عملي کېږي خو غوښتنهيې وکړه چې باید حزباسلامي هم په دې برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
نوموړی وايي:
"ښاغلی حکمتیار کابل ته رارسېدلی دی، د سولې هوکړهلیک چې حکومت له حزباسلامي سره لاسلیک کړی وو، هغه تطبیق شوی دی، حکومت ژمن دی چې دا هوکړهلیک په تمامه معنی تطبیق کړي او زموږ هیله ده چې حزباسلامي به هم د توافقنامې پر اساس خپلې ژمنې عملي کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د حزب مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار د دغه حزب له یو شمېر جګپوړو قوماندانانو سره کابل ته رارسېدلی دی.
د حزباسلامي یوه ویاند حمید عزیزي نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی حکمتیار له خپلو پلویانو سره د کابل په دارالمان سیمه کې په هغه ځای کې چې د ده د استوګنې لپاره له وړاندې ټاکل شوی رسېدلی دی.
د عزیزي د معلوماتو له مخې حکمتیار به په څو شېبو کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته په هغو مراسمو کې د ګډون لپاره ورشي چې د دولت له لوري ورته د هرکلي لپاره جوړ شوي دي.
په ورته وخت کې د حزباسلامي یو بل ویاند حشمتالله ارشد وايي چې ښاغلی حکمتیار به د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له لوړپوړو افغان چارواکو سره د مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
نوموړی وايي:
"پر مهمو ملي مسایلو او د هېواد د روان وضعیت په اړه به له ولسمشر سره تفصیلي خبرې وکړي."
دا رسمي مراسم به درې بجې پیل شي او د مازیګر تر شپږو بجو به دوام وکړي.
د ښاغلي ارشد په خبره د حزباسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار به سبا په غازي سټېدیوم کې په یوې پراخې غونډه کې د ګډون سربېره دې غونډې ته مفصله وینا هم وکړي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نېږدې اته میاشتې وړاندې له افغان حکومت سره د سولې له یوې هوکړې وروسته د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په ختیځ ولایت لغمان کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شو او وینا یې وکړه.
راپور: اکرامالله اکرام