خپلواک: د حزب اسلامي اوله ډله بنديان نن خوشې کېږي

تمه ده چې نن شنبه د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي لومړۍ ډله بنديان خوشې شي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د موافقې د عملي کولو د کمېسيون مشر وايي، د ولسمشر فرمان هم لاسليک شوى او د بنديانو لومړنى لېست هم ترتيب شوى دى.

تر دې مخکې راپورونه ورکول شوي وو چې د دې ګوند اوله ډله بنديان ښايي د جمعې په ورځ خوشې شي.

اکرم خپلواک چې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقې د عملي کولو د کمېسيون مشري کوي، تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې د حزب اسلامي دغه غړي په بېلابېلو زندانونو کې بنديان دي.

اکرم خپلواک.

نوموړي زیاته کړه:

"د بنديانو دوسيې بشپړې شوي، لومړنى لېست ترتيب او د ولسمشر فرمان هم لاسليک شوى دى؛ که خداى کول د حزب اسلامي اوله ډله بنديان به له طرزالعمل سره سم نن شنبه خوشې شي."

د لومړۍ ډله خوشې کېدونکو بنديانو دقيق شمېر لا معلوم نه دى، خو ښاغلى خپلواک وايي ګڼ بنديان به په ډلو- ډلو د رسمي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته خوشې کېږي.

دغه بنديان د سولې د هغې موافقې له مخې خوشې کېږي چې تېر لمريز کال د تلې يا مېزان پر ٨ مه د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ لاسليک شوه.

د حزب اسلامي يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي، دوى د خوشې کېدو لپاره د شا او خوا ٢۵٠٠ بنديانو لېست افغان حکومت ته سپارلى دى.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار چې په لغمان کې دى، نن په يوه عامه غونډه کې په داسې حال کې راڅرګندېږي چې پرون جمعه يې په همدغه ولايت کې له ځينو دولتي چارواکو، خپلو پلويانو او سياسي رهبرانو سره کتنې درلودې.