د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

سعيد: حکمتيار به شنبه د مطبوعاتي غونډې له لارې خپل موجودیت وښيي


له اوږده ځنډ او انتظار وروسته بلاخره د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار لغمان ولایت ته رارسېدلی او د هغه د پلویانو په وینا ډېر ژر به په یوه لويه ولسي غونډه کې راڅرګند شي.

په پام کې وه چې ښاغلی ګلبدین حکمتيار به د جمعې په ورځ د اتم د ثور په موخه په جوړه شوې غونډه کې راښکاره شي، خو د لغمان د ولایتي چارواکو په وینا یاده غونډه بل وخت ته وځنډېده.

په همدې حال کې د حزب‎اسلامي ویاند قریب الرحمن سعید بیا وايي، ښاغلی حکمتيار به د شنبې په ورځ لومړی د مطبوعاتي کنفرانس له لارې خپل موجوديت ښکاره کړي او بیا به لويې ولسي غونډې ته وینا وکړي.

نوموړی وايي:

"انشالله انجنير صیب محترم د مشرقي ولایتونو په یو ولایت کې مېشت دی او ارزو ده چې د شنبې په ورځ په مطبوعاتي کنفرانس کې راښکاره شي او بیا به لويې ولسي غونډې ته وینا وکړي."

د دې غونډې لپاره د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې کلک امنيتي تدابير نیول شوي، مرکز ته تېرې شوې لارې د امنيتي کمربندو له لارې بندې دي او خلک په اسانۍ تګ راتګ نه‎شي کولی.

د لغمان امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شيرزاد وايي، د امنيت برخه کې دوی ډېر قوي چمتوالی نیولی:

"ممکن د حزب‎اسلامي مشر په لغمان کې وي ځکه موږ چې دا تدابير نيولي دي هم د اتم د ثور په خاطر او هم د دې حزب د افراد لپاره چې دلته به حضور ولري موږ ورته قوي تدابير نيولي."

په ورته وخت کې د لغمان ولسونه د ښاغلی حکمتيار راتګ په هېواد کې د سولې راتګ لپاره نيک پال ګڼي او په خبره يې د ده په راتګ سره به لویه برخه د دولت وسله‎وال مخالفين له مخالفته لاس واخلي:

"زه حاجي عمردین یم، د لغمان اوسیدونکی د انجنير صیب حکمتيار په راتګ سره موږ ټول خوشاله یو او انشالله په ټول ملک کې به امن راځي او بیا په خاص ډول په لغمان کې.

زما نوم مطیع الله زړګی او د لغمان مرکز اوسیدونکی یم، دا دوه ورځې کېږي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار دې ولایت ته راغلی او موږ ټولو دا نیک پآل نیولی چې انشالله په هېواد کې به سوله راځي."

لغمان ولایت ته د ښاغلي حکمتيار راتګ سره سم د دې حزب مشهورې څيرې او د حکومت ځينې لوړ پوړي مشران هم راغلي او د ښار په ټولو واټونو کې د حکمتيار انځورونه ځړول شوي دي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG