د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن له "abcNews" ټلوېزیون سره په مرکه کې چې پرون یکشنبه خپره شوه، وویل چې روسیې ته د سفر پر مهال، له روسي چارواکو وغواړي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې یې لاسلیک شوې موافقه عملي کړي.
د دې موافقې هدف سوریه کې د کیمیاوي وسلو له زېرمو د کار اخېستلو منع کول وو.
ټېلرسن ویلي، روسیې موافقه کړې وه چې سوریه کې د کیمیاوي وسلو محوه کول به تضمینوي خو په دې نهپوهېږي چې ولې مسکو دا کار نهدی کړی.
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن سبا سې شنبه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري.
د ټېلرسن دا خبرې پهداسې حال کې خپرې شوي چې نړیواله ټولنه سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استفادې ادعاو په قهر کړې ده.
د بشري حقونو مدافع ډلې وايي چې سوریه کې د اپرېل په څلورمه د کیمیاوي وسلو په حمله کې لږ تر لږه ۸۶ تنه ووژل شول.
مسکو او دمشق ادعا کړې چې د بشارالاسد د رژیم الوتکو په خان شیخون سیمه کې د مخالفو ډلو د وسلو پر زېرمه هوايي حمله وکړه او زهرجن ګاز خپور شو.
خو د امریکا متحده ایالاتو او نورو غربي دولتونو د مسکو او دمشق دا ادعا رد کړې ده.
د امریکا متحده ایالاتو د جمعې په سهار، سوریه کې د العشیر په نوم هوايي مرکز په کروز مزايلو وویشت.
ایران او روسیې چې سوریه کې د شپږ کلنې کورنۍ جګړې پر مهالیې د بشارالاسد له رژیمه سیاسي او پوځي ملاتړ کړی، د امریکا حمله غندلې ده.
خو د واشنګټن متحدانو پر سوریه د امریکا د حملې دفاع کړې ده.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون د خپلې کابينې غونډه کې وویل:
"اسرائیل پر سوریه د امریکا د راکټي حملې بشپړ ملاتړ کوي. امریکا دا کار د سوریې له ادلب ښاره د زړه بوږنوونکو تصویرونو تر خپرېدو وروسته، د اخلاقي دلایلو پر اساس کړی دی. دا باید واضح شي چې له کیمیاوي وسلو کار اخیستل، عواقب درلودلای شي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نهدي ویلي چې روسیې سوریه کې د کیمیاوي وسلې په حمله کې لاس درلود که نه خو هغه خبرداری ورکړ چې که د سوریې رژیم د کیمیاوي وسلو حملې زیاتې کړي، د متحده ایالاتو او روسیې پر اړیکو به ناوړه اغېز وکړي.
د رپوټونو په حواله، د روسیې او ایران د قواوو او د بشارالاسد د رژیم ملېشهو ګډ اتحاد ویلي چې د سوریې هوايي اډه د امریکا حملې "سورخط" تر پښو لاندې کړی دی.
د دې اتحادیې په خبرپاڼه کې چې "الوطن" ورځپاڼې خپره کړې، راغلي چې:
"له سوریې سره لانجه پر ټولو سرو کرښو تېری دی او موږ به پر سوریه د هر ډول تيري پر ضد او د هر چا پر ضد چې دا کار وکړي، جدي اقدام کوو."
په همدې حال کې د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي ویلي چې پر سوریه د امریکا حمله ستراتيژیکه تېروتنه وه او خبرداری یې ورکړ چې ایران د ګواښونو له امله مېدان نهپرېږدي.
د ایران خبري رسنیو پرون خبر ورکړ چې د هغه هېواد ولسمشر حسن روحاني، له بشارالاسد سره ټیلیفوني خبرې کړي او د هغه له رژیمهیې د خپل حکومت پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د ايران ولسمشر د سوريې ولسمشر ته ټیليفون کړى
دا پهداسې حال کې ده چې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته د سفر پلان لغوه کړ.
ټاکل شوې وه چې بورېس جانسون نن مسکو ته ولاړ شي، خو د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه به مسکو ته د تګ پر ځای، د نړۍ د اوو سترو اقتصادي قدرتونو په غونډه کې د ګډون لپاره ايټالیا ته ولاړ شي.
جانسون سوریه کې د کیمیاوي وسلو د وروستۍ حملې په وړاندې په عکسالعمل کې روسیې ته خپل سفر لغوه کړ.
هغه به په ايټالیا کې د اوو اقتصادي قدرتونو غونډه کې په سوریه کې د اوربند لپاره د ملاتړ راغونډولو هڅه وکړي.