د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د سوريې د وضعیت په اړه د نړۍ د چارواکو بېلابېل غبرګونونه


د روسیې خبري اژانس"تاس" وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پرون شنبه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د سوریې د وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د تاس په حواله، سرګي لاوروف پرون د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سګمار ګابریل سره هم پر ټیلیفون غږېدلی او ټینګار یې کړی چې پر سوریه د وروستۍ حملې لپاره د امریکا استدلال د "قناعت وړ" او "رښتینی" نه‎دی.

په همدې حال کې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون چې سوریه کې د بشارالاسد له رژیمه د مسکو دوامدار ملاتړ یې غندلی، پرون وویل چې روسیې ته د تګ پلان‌یې لغوه کړ.

جانسون چې د دوشنبې په ورځ مسکو ته روان و، وویل چې "سوریه کې وروستیو پېښو وضعیت په بنیادي ډول بدل کړی دی."

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د هغه هېواد د پاچا سلمان د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته په ټیلیفوني خبرو کې له دې امله مبارکي ویلې چې سوریه کې یوه هوايي اډه‌یې په مزايلو ویشتې ده.

پاچا سلمان د ټرمپ دا پرېکړه له "زړورتیا" ډکه بللې او دا کار یې د بشارالاسد رژیم ته چې د پاچا سلمان په وینا، د خپلو خلکو پر ضد جنایت کوي، مناسب ځواب بللی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي چې که بشارالاسد له واکه لیرې نه‎شي، د امریکا حمله به اغېزناکه نه‌وي.

ترکیې وروستیو شپږو کلونو کې چې سوریه کې کورنۍ جګړه روانه ده، د بشارالاسد رژیم د اپوزېسیون ډلو کلک ملاتړ کړی دی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن چې په نېږدې ورځو کې روسيې ته ځي ویلي چې پر سوریې د امریکا د مزایلو د حملې په اړه د مسکو غبرګون "مأیوس" کړی خو "حیران" شوی نه‎دی.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې د بشارالاسد هوايي ځواک خان شیخون سیمه کې د کیمیاوي بمونو د غورځولو لپاره د الشعیرات له هوايي مرکزه چې یوه برخه‌یې د امریکا په راکټي حمله کې ويجاړه شوې، کار اخیستی و.

په خان شیخون کې د سې شنبې په ورځ ۸۶ تنه ووژل شول.

د امریکا متحده ایالاتو د دې پېښې په وړاندې په غبرګون کې د جعمې په سهار د العشرات پر هوايي مرکز مزایل وروتوغول.

XS
SM
MD
LG