نړۍ
روسیه وايي د سوریې د هوايي دفاع سیسټم به پیاوړی شي
د روسیې دفاع وزارت نن وویل چې د سوریې د هوايي دفاع سیسټم به پیاوړی شي.
د روسیې مطبوعاتو په حواله، د دې وزارت ویاند جنرال ایګور کونشینکوف نن وویل چې په سوریه کې پرهوايي مرکز د امریکا د مزائيلو حملې ډېرې کمزورې وې او یږازې۲۳ مزائیلو هدف ویشتی دی.
دا نه ده څرګنده چې د امریکا له لوري نور ۳۶ ورتوغول شوي مزائیل چېرته لګېدلي دي.
په همدې حال کې، کرملېن ادعا کړې چې په سوریه کې پر هوايي اډه د امریکا د مزائیلو حملې داعش او نورو وسله والو ډلو ته ګټه رسولې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د اوکراین پر خاوره د روسیې د منځني واټن ویشتونکي توغندي د برید په اړه بحث کېږي
د ناټو او اوکراین شورا نن په بروکسل په خپله غونډه کې د اوکراین پر خاوره د روسیې د منځني واټن ویشتونکي توغندي د برید په اړه بحث کوي.
په دې غونډه کې د اوکراین او د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو استازي ګډون لري.
روسیې د تېرې پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه نېټه د روسیې دنیپرو ښار د اورشینیک توغندي په وسیله په نښه کړ.
ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه مهال په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، د اورشینیک د منځني واټن ویشتونکي توغندي برید، د اوکراین لهخوا د امریکا او انګلستان د توغندیو په وسیله پر روسیې د برید ځواب دی.
د ناټو او اوکراین شورا تېر کال په ویلینوس کې د ناټو په سرمشریزه کې له کییف سره د دې ټلوالې د همکارۍ د پیاوړتیا او په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب د ملاتړ په هدف رامنځ ته شوه.
روسۍ محکمې له کورسک د تېرېدو پر مهال د یوه فرانسوي تلوېزیوني چینل د خبریالې د نیولو حکم ورکړی
د روسیې یوې محکمې له کورسک سیمې څخه د تېرېدو پر مهال د فرانسې د یوه تلوېزیوني چینل د خبریالې کاترین نوریس ترنټ د نیولو حکم ورکړی.
رویټرز خبري آژانس نن د لیندۍ ۶مه د روسیې د تاس خبري آژانس په حواله خبر ورکړ چې د فرانس ۲۴ تلوېزیوني چینل دا خبریاله د اوکراین له پوځ سره دې سیمې ته ننوتې وه.
روسیې د هغو لوېدیځو خبریالانو پر وړاندې جنايي دوسیې پرانیستې دي چې له کورسک څخه راپورونه ورکوي.
کورسک د روسیې هغه سیمه ده چې اوکراین د سږني کال په اګست میاشت کې د هغې ۱۴۰۰ مربع کیلومتر ساحه ونیوله.
د تارس د خبر له مخې، په محکمو کې دا قضیې په غیابي ډول څېړل کېږي او که دا خبریالان د روسیې قلمرو ته ننوځي، نو وبه نیول شي.
پاکستان کې مظاهرې؛ پوځ اسلاماباد کې نور سرتيري ځای پر ځای کړي
داسې مهال چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان زرګونه پلویانو د نوموړي د خوشې کېدو لپاره د اعتراضونو د پای ته رسولو غوښتنې رد کړي، پوځ په پلازمېنه اسلاماباد کې اضافي سرتېري ځای پرځای کړي دي.
ویل کېږي چې تېره شپه پر امنیتي ځواکونو د موټر د ټکرولو له پېښې وروسته چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه درې سرتېري او يو ملکي ووژل شول، نن سهار وختي پوځ ته پر معترضانو د ډزو اجازه ورکړل شوه.
همداراز لسګونه پولیس له مظاهرهچیانو سره په نښتو کې ټپیان شوي چې د ځینو حالت نازک بلل شوی دی.
پرون پهداسې حال کې چې د اسلاماباد لویې لارې او سړکونه بند شوي وو، امنیتي ځواکونو پر زرګونه معترضانو چې د خیبرپښتونخوا له لوري د پلازمېنې پر لور روان وو، ربړي ګولۍ او اوښکې بهوونکی ګاز وکارول.
د تېرې شنبې له ماښام راهیسې پولیسو اسلاماباد کلابند کړی او مظاهرهچیانو ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
پاکستاني پوليسو پر مظاهرهچيانو ډزې کړي، د يو تن د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
د راپورونو لهمخې سهشنبه سهار د پاکستان پولیسو په هغو مظاهرهچیانو ډزې کړي چې، د عمران خان د خوشې کولو لپاره راوتلي.
لږ تر لږه د یوه مظاهرهچي د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی، که مظاهرهچیان له وسلو کار واخلي پولیس به یې هم په مرمیو ځواب ورکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د مظاهرهچیانو پر ضد د وسلو کارول د شرم وړ بللي او ویلي یې دي چې، د پوځ مقررات اجازه نه ورکوي چې د خپلو خلکو پر ضد وسلې وکاروي.
د پاکستان پولیسو ویلي، له تېرو دوو ورځو راهیسې له مظاهرهچیانو سره په اخ و ډب کې د دوی یو افسر وژل شوی او نهه نور سخت ژوبل دي.
د سهشنبې په سهار پولیسو همداراز په مظاهرهچیانو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی او هڅه یې کړې د هغوی د مخته تلو مخه ونیسي.
د تحریک انصاف پاکستان زرګونه پلویان چې په مظاهره راوتلي، د اسلاماباد لس کیلومترۍ ته رسېدلي دي.
يونان کې د يوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې ۶ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي
د یونان ساموس ټاپو ته نژدې د یوې بېړۍ د ډوبېدو په نتیجه کې شپږ ماشومان او دوه مېرمنې مړې شوي دي.
د دې سیمې د ساحل ساتونکو په وینا، د دې کښتۍ ۳۶ ژوندي پاتې کسان په یوه ډبرین ساحل کې موندل شوي دي.
خو لهدې وړاندې یې درې نور کسان ژغورلي وو.
د دې ادارې په وینا، د ژغورنې هوايي او ځمکنۍ عملیات لا هم روان دي.
تر اوسه دا نهده څرګنده چې ایا د دې کښتۍ نور مهاجر ورک دي کهنه، خو چارواکو د شپږو ماشومانو او دوو بالغو ښځو د مړو جسدونه موندلي دي.
ساموس او د ایجې سمندرګي په ختیځ کې نور ټاپوګان د هغو پناه غوښتونکو لپاره کلیدي لارې دي چې په غیرقانوني ډول له ترکیې څخه د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته ځي.
یوناني چارواکي وایي چې، د دې زیاتوالي علت په منځني ختیځ کې روانې شخړې دي.
خامنهاي: د نتنیاهو د نیولو حکم کافي نه دی، په کار ده چې د اعدام حکم یې صادر شي
د ایران رهبر آیتالله علي خامنهاي وايي چې د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نیولو حکم کافي نه دی.
خامنهاي نن دوشنبه د بسیجیانو یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې په کار ده د نتنیانو د اعدام حکم صادر شي.
د نړیوالې جزايي محکمې مخکښ څارنوال کریم خان تېره پنجشنبه وویل چې د بنیامین نتنیاهو او د اسراییل د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت، دغه راز د افراطي ډلې حماس د یوه پوځي مشر محمد ضیف د نیولو حکم یې صادر کړی دی.
دوی د غزې په جګړه کې د بشریت خلاف په جرایمو تورن شوي دي.
د حماس دغه قوماندان احتمالاً وژل شوی دی.
د امریکا متحدهایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.
اسراییل د نړیوالې جزايي محکمې دغه حکم بې معنی بللی دی.
پولیسو د عمران خان د زرګونو پلویانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز او ډنډو کار واخیست
د پاکستان پولیسو نن دوشنبه د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د زرګونو پلویانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګاز او ډنډو څخه کار واخیست.
مظاهرهچیان له زندانه د عمران خان خوشې کول غواړي.
چارواکو او د عمران خان تحریک انصاف ګوند ویلي، د عمران خان د مېرمنې په مشرۍ شاوخوا اته زره مظاهره چیانو له خیبرپښتونخوا ایالت څخه لاریون پیل کړ او د اسلاماباد په څنډه کې له پولیسو سره لاس و ګرېوان شول.
د پاکستان حکومت زرګونه پولیس او وسلهوال ځای پرځای کړي او پلازمېنې ته غځېدلې لارې یې تړلې دي.
د خیبرپښتونخوا حکومت په ملاتړ د عمران خان د پلویانو لاریون د یکشنبې په ورځ په پېښور کې پیل شو.
د پولیسو او مظاهرهچیانو ترمنځ په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۵۰ معترضان او ۲۰ پولیس ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي چې اعتراض کوونکو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کړي دي.
هندوستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه
د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ د نومبر په ۲۲مه نېټه پیل شوې ټېسټ سیالي نن دوشنبه د نومبر په ۲۵مه نېټه هندوستان وګټله.
دغه سیالي چې د اسټرالیا په پرت ښار کې ترسره شوه، هند د دواړو پاڼیو تر لوبولو وروسته کوربه لوبډلې ته د ۵۳۴ منډو هدف ورکړ.
هندوستان د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۰، خو په دویمې پاڼۍ کې یې د ۶ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۴۸۷ منډې وکړې او نوره یې خپله پاڼۍ ونه غځوله.
په هندي توپوهونکو کې یشسوي جایسوال ۱۶۱ او ویرات کولي ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د اسټرالیا لوبډلې بیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۴ منډې کړې وې او د هدف په تعقیب یې یوازې ۲۳۴ منډې وکړې او دا سیالي یې د ۲۹۵ منډو په تفاوت وبایلله.
د هندي توپ اچونکو له ډلې جسپریت بومرا په دواړو پاڼیو کې ۸ لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
ټاکل شوې ده چې په دې لوبلړۍ کې به دواړه لوبډلې ۴ نورې ټېسټ سیالۍ هم ولوبوي او دغه لوبلړۍ به د نوي ۲۰۲۵ زیږدیز کال د جنورۍ په ۷مه نېټه پای ته ورسیږي.
د جرمني يوه الوتکه نن د ليتوانيا پلازمېنه کې نسکوره شوې ده
د جرمني د DHL د لوژستیکي شرکت یوه اړونده الوتکه نن دوشنبه د لیتوانیا پلازمېنې ویلنیوس هوايي ډګر ته نږدې نسکوره شوې ده.
د هوايي ډګر او پولیسو ویندویانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، پهدې پېښه کې یو تن مړ او ۳ نور ژوبل شوي دي.
د پېښې ساحې ته نږدې زیات پولیس او د امبولانس کارکوونکي لیدل شوي او هلته څېرمه ځینې لویې لارې تړل شوې دي.
د بحران د عمومي مدیریت یوه ویاند ویلي، دغه الوتکه د جرمني له لایپزیګ ښار څخه روانه شوې وه، چې پر یوه کور لګېدلې ده.
د هغه په وینا د کور اوسېدونکي ژوندي دي.
دغه بوینګ 400-737 ډوله الوتکه پر ځايي وخت نن سهار درې نیمې بجې نسکوره شوې او چارواکي وايي علت یې څېړي.
علي لاريجاني: ایران اسرايیل ته د ځواب ویلو لپاره په چمتووالي بوخت دی
د ایران د رهبر ایتالله علي خامنهيي یوه لوړ رتبه سلاکار علي لاریجاني ویلي، ایران اسرايیل ته د ځواب ویلو لپاره په چمتووالي بوخت دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، لاریجاني دا خبرې په هغه مرکه کې کړې، چې د ایران تسنیم خبري اژانس پرون خپره کړې ده.
د اسرايیل جنګي جټ الوتکو د اکتوبر میاشتې پر ۲۶مه د ایران پر ځینو اهدافو یو لړ بمبارۍ وکړې.
دا بمبارۍ څو اوونۍ وروسته له هغې وشوې چې ایران پر اسرايیل شاوخوا ۲۰۰ توغندي وویشتل.
ایران ویلي دغه حمله یې د لبنان د حزبالله او د فلسطینیانو د حماس ډلې د مشرانو د وژنې په ځواب کې کړې دي.
د امریکا متحدایالتونه، حزبالله او حماس ډلې چې د ایران له ملاتړه برخمنې دي، تروریستي سازمانونه ګڼي، خو اروپايي ټولنې یوازې د حزبالله پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.