د هلمند والي تائيد کړه چې د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال لس ملکي کسان وژل شوي دي.
حیاتالله حیات ازادي راډیو ته وویل په دې اړه تحقیقات کوي چې څنګه د پېښې له ځایه لیرې یو کور پر ملکي کسانو نړېدلی دی او مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولایتي شورا هم په دې وروستیو کې د ملکي تلفاتو د ډېرېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې.
د بشپړ راپور اورېدو لپاره د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي چمتو شوی راپور واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5