د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۱۶

دفاع وزارت هلمند کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په اړه څېړنې کوي


د هلمند په ګرشک او سنګين ولسواليو کې د ملکي تلفاتو د څېړلو په هدف يوه هيئت په دغه ولايت کې خپلې څېړنې پيل کړې دي.

دغه هيئت چې دفاع وزارت‌يې مشري کوي، نن د هلمند له والي حيات‌الله حيات سره پر دې مسئله خبرې وکړې.

د هلمند مطبوعاتي دفتر وايي دغه هيئت ويلي چې په دې ولايت کې به د ملکي تلفاتو موضوع په جديت او په ژوره توګه وڅېړي.

د ازادي راډيو خبريال د ځايي اوسېدونکو په حواله وايي چې تېره شپه په ګرشک کې د پوځي عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي دي.

په سنګين کې هم د ملکيانو د مرګ ژوبلې خبر ورکول شوى دى.

XS
SM
MD
LG