د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې نهه تنه ملکي وګړي وژل شوي


د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ نهه تنه غړي وژل شوي دي.

د ګرشک ولسوالۍ څخه د وژل شويو ملکي وګړو، له جسدونو سره د محمد ادریس په نوم یو تن لښکرګاه ته راغلی وو رسنیو ته‌یې وویل چې دغه پېښه د ګرشک د مالګیر په سیمه کې شوې ده.

نوموړي وویل، د وژل شويو کسانو له کور سره نېږدې د طالبانو مرکز وو، خو له دې عملیاتو یوازې څو دقیقې مخکې وسله‌وال له سیمې تښتېدلي او سرتېرو تر لاسه شويو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې چې په ترڅ کې يې د یادې کورنۍ، نهه تنه چې څلور ماشومان دوه ښځې او درې نارینه چې یو په‌کې اویا کلن وو، ځای په ځای ووژل شول.

هغه زیاته کړه دغه مړي يې نن سهار له خاورو را ایستلي او غوښتل‌يې د ولایت مقام مخې ته‌يې یوسي، خو په سرکار سیمه کې يې پولیسو مخه ونیوله او مجبوره‌يې کړ چې جسدونه بېرته خپلې سیمې ته ولېږدوي.

د هلمند د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک وویل چې په یاده سیمه کې د ملي اردو سرتېرو چاپه وهلې او دوی ته د طالبانو تر څنګ د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې خبر هم رسېدلی دی، خو کره معلومات نه‌لري.

د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسؤل ډګرمن محمد رسول ځاځي وویل، تېره شپه په یاده سیمه کې د اووم کنډک ځانګړو ځواکونو عملیات کړي دي چې پر مهال‌يې ۴ زره ډول ډول مرمۍ، پنځه بورۍ باروت او د هغوی یو ډیپو چې ډول ډول مواد په‌کې وو په لاس ورغلي دي او هلته‌يې چاودنه ورکړې ده.

ځاځي زیاته کړه چې هلته وسله‌وال نه‌و، نېښته نه‌ده شوې او هغه ملکي وګړي چې وژل شوي، کېدای شي، د طالبانو د کوم ماین په چاودنه کې وژل شوي وي او یا هم په کومه بله پېښه کې.

هغه د ملکي وګړو دا ادعا بې‌بنسټه وبلله چې ګنې د عملیاتو پرسونل له‌خوا دې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

په هلمند کې د پولیسو د ۵۰۵ زون قوماندان برید جنرال عبدالرحیم چخانسوري وویل چې دوی په دې اړه پلټنه کوي، خو تر دې مهاله‌يې معلومات نه‌لري چې دا کسان څنګه وژل شوي دي.

راپور: محمد الیاس داعي

XS
SM
MD
LG