د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

عبدالجبار قهرمان مدیریتي ضعف هلمند کې د جګړې د دوام اساسي لامل ګڼي


د افغانستان د هلمند ولایت د جګړې اوپراتیفي مسؤل په دغه ولایت کې د پوځي عملیاتونو له څرنګوالي او پلان جوړونې ناخوښ دی.

عبدالجبار قهرمان د امنیتي او دفاعي ارګانونو مدیریتي ضعف دغه هېواد او په ځانګړي ډول هلمند ولایت کې د جګړې د دوام اساسي لامل ګڼي.

ښاغلي قهرمان د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د وسله‎والو مخالفینو په وړاندې له امکاناتو څخه سمه ګټه نه اخېستل کېږي.

د افغانستان د هلمند ولایت د جګړې اوپراتیفي مسؤل عبدالجبار قهرمان
د افغانستان د هلمند ولایت د جګړې اوپراتیفي مسؤل عبدالجبار قهرمان

نوموړی وايي:

"په مدیریت کې ضعف دی چې دوی نشي کولای په‎خپلو منځو کې ښه همغږي ولري او هغه قوت چې د دوی په واک کې دی له هغه څخه ښه استفاده وکړي، د هلمند جنګ د کابو کولو دی خو که له شته امکاناتو څخه سمه استفاده وشي نو دا ستونزه هوارېږي."

ښاغلی قهرمان وايي، د عملیاتونو د سم مدیریت لپاره باید جنګ له کلیو بهر واېستل شي، د وسله‎والو مخالفینو مالي سرچينې وچې او سرحدونه هم ښه کنټرول کړای شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغان امنیتي ځواکونو شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې د سنګین ولسوالۍ مرکز پرېښود او له هغه ځایه په شا شول.

ځواک: افغان ځواکونه د هلمند د سنګین ولسوالۍ له مرکزه ووتل

له ۲۱۵ مېوند قول اردو څخه يوې سرچینې د نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دې وروستیو کې په افغان امنیتي ځواکونو فشارونه زیات شوي او سنګین کې مېشت ځواکونو ته اکمالات هم په سمه توګه نه رسېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د ناوې، مارجې، نادعلي او سنګین ولسوالیو او د لښکرګاه ښاره بهر کومو سیمو کې چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو ترمنځ جګړې دوام لري په هغه کې افغان ځواکونه تر ډېره بریالي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست د هلمند جګړه کې د هر ډول مدیرتي ضعف خبره ردوي او دا ډول څرګندونې له حقیقته لېرې ګڼي.

بل‎خوا د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش هم په دغه ارګان کې د مدیریتي ضعف خبره نه مني او وايي چې هلمند ولایت کې ټول عملیاتونه په ښه توګه مدیریت شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"د دفاع وزارت رهبري له قطعاتو او قوماندانو څخه په ښه توګه څارنه کړې او موږ ډاډه یو چې زموږ قوماندانانو هلمند ولایت کې له پخوا څخه په ښه توګه په هلمند ولایت کې د تروریستانو سره مبازه کړې او خپله مېړانه يې ښودلې چې پایله یې په نادعلي کي د لښکرګاه ښار ځېنو سیمو او سنګین ولسوالۍ کې جوت دي."

ښاغلي رادمنش وايي، وسله‎وال مخالفین خپل ډېر فعالیتونه په غلچکي توګه د کلیو په منځ کې ترسره کوي او موږ هڅه کوو چې دغه ځایونه د وسله‎والو مخالفینو له موجودیته پاک کړو.

د پوځي چارو افغان کارپوه صدیق ساحل بیا د هلمند د جګړې لاملونه د کوکنارو کښت، د مخدرو موادو قاچاق او بهرني لاسونه ګڼي او د هلمند د جګړې د پای رسېدو لپاره د اساسي او بنسټیزو حل لارو خبره کوي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG