د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله پرانیستل شوه

Your browser doesn’t support HTML5

وروسته له درې دیرش ورځو د لومړي ځل لپاره پاکستان اجازه ورکړه چې لارۍ موټر د تورخم له لارې افغانستان ته ولاړ شي. د پولې د پرانیستو پریکړه د لندن تر غونډې څو ورځې وروسته وشوه. په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا دیپلوماتانو د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د یاغیانو د پناهځایونو په اړه خبرې وکړې.