د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد ځواکونه د ترهګرو پر ضد د عملیاتو لپاره چمتو شوي دي.
د پاکستان پوځ د خبرپاڼې له مخې پلي پوځیان، هوایي ځواکونه، سمندري ځواکونه، ملېشه او نور ټول امنیتي ځواکونه به د "رد الفساد" په نوم عملیاتو کې برخه واخلي څو په هېواد کې د ترهګرو ځالې لهمنځه یوسي.
د پاکستان پوځیان او پولیس له نېږدې یوې اوونۍ راپه دېخوا په تیارسی حالت کې وو او تېره ورځیې د پوځي عملیاتو امر ترلاسه کړ.
په څه باندې یوې اوونۍ کې د پاکستان په څلورو ایالتونو کې تر سلو ډېر کسان د مشکوکو ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د پنجاب لاهور، د سند لال شهباز قلندر زیارت، د بلوچستان د کوټې ښار او د خېبر پښتونخوا چارسده د خونړیو بریدونو او چاودنو ځایونه وو.
تر ټولو ډېر کسان د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ماښام د لال شهباز قلندر په زیارت کې ووژل شول، هلته شاوخوا ۸۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
تر دې خونړیو بریدونو وروسته د پاکستان د واکمن مسلملیګ نواز یوې مشرې ماروي میمن وویل چې هېواد بهیې د پاکستان له دښمنانو غچ واخلي.
دا وايي:
"موږ ټول دا نیت لرو چې دا مبارزه تر اخره مخته یوسو، پرته له څه شکه چې موږ به پهکې بریالي شوو، دا ډول تلفات مو لرل چې هم پهکې ښځې وې او هم ماشومان او موږ ټولو دا کتل. هېڅکله بهیې ونهبخښو او هېر بهیې نهکړو. د پاکستان له هر دښمنه به انتقام واخلو."
په پاکستان کې یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې پوځ به په ټول هېواد کې د یاغیانو هڅې راکمې کړي.
د پوځي چارو پاکستانی کارپوه طلعت مسعود فرانس پرېس اژانس ته وویل، د دې عملیاتو په ترڅ کې به په پنجاب کې د یاغیانو مرکزونه په نښه شي او د هغوی هڅې به ورسره کمزورې شي.
په پاکستان کې وروستي بریدونه ډېرو بهرنیانو وغندل او افغان ولسمشر له لومړیو کسانو څخه و چې د پاکستان له ولس سرهیې خواخوږي څرګنده کړه.
اشرف غني په ورته وخت کې پر دې ټینګار وکړ چې د ترورېستانو په منځ کې باید د ښه او بد توپیر ونهشي او ټولو ته باید په یوه سترګه وکتل شي.
د وروستیو نړیوالو غبرګونونو په لړ کې په اسلاماباد کې د امریکا سفیر ډېوېډ هیل د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال اعزاز احمد چوهدري سره پرون وکتل او دا بریدونهیې وغندل.
ښاغلي هیل ټینګار وکړ چې امریکا به له پاکستان سره همکاري وکړي چې د ترهګرو شبکې لهمنځه یوسي.