د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

لاهور او کوټه کې چاودنو د ١٠ پوليسو په ګډون ١٥ تنه وژلي


د دوشنبې په ماښام د پاکستان لاهور ښار کې د درمل جوړوونکو شرکتونو سلګونه کسان د پنجاب اسمبلۍ مخې ته د احتجاج لپاره راغونډ شوي وو چې ناببره يوه زوروره چاودنه وشوه او د چاودنې پر ځاى سرې لمبې بلې شوې.

د پنجاب د پوليسو مشر مشتاق سکېرا رسنيو ته وويل، چاودنه هغه وخت د «آج» ټلوېزیون موټر ته نېږدې وشوه چې د درمل جوړوونکو شرکتونو سلګونه احتجاج کوونکي د پنجاب حکومت د هغه ګام خلاف احتجاج ته راوتلي وو چې د جعلي او بې‌کيفيته درملو په ضد يې اخيستى وو.

نوموړی وايي، د چاودنې پر مهال ګڼ پوليس سرتېري هم د امنيت ساتلو لپاره د مظاهره‎چيانو څنګ ته ولاړ وو.

د سکېرا په وينا دا ځانوژونکى بريد و چې په نتيجه کې ۱۳ تنه وژل شوي چې وايي، په هغوى کې د دوو پوليس افسرانو په شمول شپږ پوليس او اووه تنه نور عام خلک دي.

په چاودنه کې شاوخوا ۷۰ تنه ټپيان شول چې سمدستي د لاهور ښار ګنګارام او ميو روغتونونو ته يوړل شول چې په هغوى کې هم د ځينو حالت مرګونى بلل کېږي او احتمال شته چې د مړو شمېر زيات شي.

د پنجاب د قانون وزير رانا ثناوالله د چاودنې په اړه وايي:

"قريباً له څلورو پنځو ساعتونو دا خلک هلته ناست وو احتجاج‌يې کاوه او سلګونه خلک تله-راتله، په همدې حال کې څه امنيتي غفلت شوى او دې کس ته موقع په لاس ورغلې ده او پياده راغلى دى، حمله‌يې کړې ده، د حملې هدف هلته ولاړ پوليس افسران وو."

دا بريد تر هغې خبرتيا يوه اوونۍ وروسته وشو چې د ترهګرۍ ضد مرکزي ادارې «نېکټا» د پنجاب د کورنيو چارو سکرتر، د پوليسو او رنجر ځواک مشرانو ته ورلېږلې وه او غوښتنه‌يې ځینې کړې وه چې د ترهګرۍ د احتمالي بريدونو د مخنيوي په خاطر دې د مهمو دولتي ودانيو، روغتونونو او ښوونځيو امنيت ټينګ وساتي.

د دې بريد مسؤليت د جماعت‌الاحرار په نامه د پاکستاني وسله‎والو طالبانو يوې ډلې منلى دى.

دې ډلې رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دغه بريد د دوى يوه ځان‎وژونکي کړې ده.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين، د پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاويد باجوه او صدراعظم نواز شريف دا بريد په کلکه غندلى دى.

صدراعظم نواز شريف ويلي چې تر څو د پاکستان ولس د ترهګرۍ له سرطانه خلاصون نه‎وي موندلى، په ضد به‌يې جګړه دوام ولري.

د پنجاب اعلى وزير شهباز شريف د دې پېښې په تړاو نن په ټول ايالت کې يو ورځنى ماتم اعلان کړى دى.

د کوټې چاودنه:

بل لور ته پرون ماښام په کوټه کې هم يوه زوروره چاودنه وشوه چې غږ يې د ښار په اکثرو برخو کې واورېدل شو.

دا چاودنه هغه وخت وشوه چې د بم ناکاره کولو ډلې پر سرياب سړک تر پله لاندې د ناڅرګندو کسانو له‎خوا يو خښ کړى بم شنډاوه او ناببره ورباندې وچاودېد.

د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه وايي، په دې چاودنه کې دوه بم شنډوونکي پوليس وژل شوي او ۱۵ تنه نور په‎کې ټپيان شوي دي.

د بم په اړه پوليسو ته خبر ورکوونکي یوه تن وویل:

"ما هلته يو شى وليد چې ډېر دروند ښکارېده، بيا ما د پوليسو ګرځنده ډلو ته خبر ورکړ، هغوى چې څنګه ورته راورسېدل په همدې حال کې چاودنه وشوه."

په چاودنه کې ټپي کسان د کوټې سرکاري روغتون ته يوړل شول چې لا هم تر درملنې لاندې دي.

د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناوالله زهري تېر ماخوستن يوې خوا ته د لاهور تر ځانوژونکي بريد وروسته په کوټه کې د امنيت د ټينګښت امر وکړ، خو بلې‌خوا ته‌يې د وسله‎والو له‎خوا د دې ځاى پر ځاى شوي بم چاودنه په کلکه وغندله.

د دې چاودنې مسؤليت سُني وسله‎والې ډلې لښکرِ جنګوي‌العالمي پر غاړه اخيستى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG