د ولسمشر د لومړي مرستیال د کور په شااوخوا کې د لسګونو امنیتي ځواکونو له ځای پر ځای کېدو وروسته د کابل ګارنېزیون دا د کابل ښار په شیرپور کې يو امنیتي پروګرام بولي.
دا ځواکونه چې ویل کېږي د کابل ګارنېزیون پورې مربوط دي او سپکې او درنې وسلې لري د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د کور په شااوخوا کې ځای پر ځای شوي دي.
دغو ځواکونو د ښاغلي دوستم کور ته غځېدلې لارې تړلي او خبریالانو ته په سیمه کې د ننوتو او انځور اخیستلو اجازه نهورکوي.
د کابل ګارنېزیون قوماندان ګل نبي احمدزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د یوه امنیتي پلان له مخې د کابل شیرپور سیمه تصفیه او تلاشي کېږي.
ښاغلي احمدزي زیاته کړه:
"موږ په دوامداره توګه د خپل مسؤلیت له مخې هڅه کوو چې يو شمېر سیمې چې په اړهيې راپورونه موجود دي په نوبت سره هغه سیمې تر تفتیش او ارزونې لاندې ونیسو، په همدې اساس د شیرپور دغه سیمه تر تصفیې او تلاشۍ لاندې ده."
له ښاغلي احمدزي څخه مو وپوښتل چې ایا دغه امنیتي پروګرام د ښاغلي دوستم د کور د محاصره کولو لپاره نهدی؟
نوموړي په ځواب کې وویل:
"فکر وکړئ چې موږ يوازې د امنیت ټینګښت ته راغلي یو او امنیتي تدابیر لرو."
دغه امنیتي ځواکونه په داسې حال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال د کور په شااوخوا کې ځای پر ځای کېږي چې عبدالرشید دوستم د کابو ۴ میاشتو غیر حاضرۍ وروسته د یکشنبې په ورځ خپل کاري دفتر ته ورغی.
د ولسمشر لومړی مرستیال په دې تورن دی چې د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي يې وهلی ټکولی او هغهیې په جنسي لحاظ ځورولی دی.
خو جنرال دوستم ته نېږدې کسانو دا ادعاوې تر دې وړاندې رد کړي.
د ښاغلي ایشچي د دغه ادعا په تړاو لويې څارنوالۍ په دې وروستیو کې د ښاغلي دوستم د نهو ساتونکو د نيولو حکم صادر کړی.
ښاغلی اېشچي وايي، جنرال دوستم د حکومت د ارادې خلاف يوه ورځ وړاندې خپل دفتر ته ورغلی چې له همدې امله افغان پوځیانو يې کور محاصره کړی څو نهه ساتونکي يې ونیسي.
نوموړی وايي:
"تاسو به لیدلي وي چې جنرال دوستم تېره ورځ نېږدې شپږ بجې ماښام خپل دفتر ته لاړ او د حکومت د ارادې خلافيې غوښته چې خپلو هغو پلویانو ته چې خپلې روحیې يې بایللې وې خپل زور وښيي، له همدې امله د حکومت غبرګون جدي شوی او د کور شااوخوا يې په جدي ډول تر محاصرې لاندې ده."
د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر وايي، د ولسمشر په لومړي مرستیال لګېدلي تورونه له قانوني لارو څیړل کېږي.
د ښاغلي دوستم د کور شااوخوا ته د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر رئیس عنایتالله بابر فرهمند وايي:
"کومه حقوقي ادعا چې یو کس یا شخصيې لري، له قانوني لارو څېړل کېږي او د دواړو لورو په همکارۍ دوام لري، خو دا چې وايي، کور محاصره دی په دې اړه له امنیتي مسؤلینو وپوښتئ چې حقیقت لري او که نه؟"
اخوا د ولسي جرګې غړی او د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تهینج د ولسمشر د لومړي مرستیال د کور په شااوخوا کې د امنیتي ځواکونو ځای پر ځای کېدل يو معمولي امنیتي پروګرام بولي.
ښاغلی تهینج وايي، کوم امنیتي ځواکونه چې د سې شنبې په سهار د ښاغلي دوستم د کور شااوخوا ته راغلي وو بېرته خپلو مرکزونو ته تللي دي.
راپور: واصل وصال