د جوزجان سیمهییز چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو د افغانستان په شمال کې نن دوه پنځوس بزګران له ځان سره وړي دي.
چارواکي وايي، اکثر دغه کسان په خټه ازبک دي.
جوزجان چې د افغانستان په شمال کې د ارامو ولایتونو څخه ګڼل کېده په وروستیو کلونو کې د اختطاف او نښتو ګڼې پېښې پهکې لیدل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو او د اسلامي دولت ډلې کسانو په دغه ولایت کې یو شمېر سیمې نیولې دي.
په نننۍ پېښه کې وسلهوالو کسانو د درزاب ولسوالۍ د درېیو کلیو بزګران له پټیو څخه ځان سره وړي دي.
د جوزجان والي ازادي راډیو ته وویل دغه کسان طالبانو چې د ولسوالۍ ډېرې سیمې یې په لاس کې دي وړي دي.
مولوي لطفالله عزیزي وویل چې طالبان غواړي د عشر او زکات د ټولولو لپاره دغو بزګرانو باندې فشار واچوي.
نوموړي زیاته کړه:
"دغه سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، طالبان له بېلابېلو لارو د عشر، زکات او باج اخیستو په عنوان په خلکو باندې فشار راوړي، کېدای شي دغه کسان هم د دې لپاره نیول شوي وي چې جریمه يې کړي او پیسې ترې واخلي."
بلخوا د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد رضا غوري وايي چې د امنیه قوماندان په شمول د درزاب ولسوالۍ یو شمېر سپین ږېري له طالبانو سره د خبرو زیار کوي چې دغه کسان راخوشې شي او که خبرو کار ونهکړ نو د طالبانو خلاف به عملیات وشي.
په ورته وخت کې ذبیحالله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دغه کسان ځکه وړل شوي چې د طالبانو د حکم خلاف ځمکو ته ورغلي وو او هلتهیې کار کاوه.
نوموړي ویلي چې بیول شویو کسانو څخه تحقیقات روان دي.
وسلهوالو کسانو جوزجان ولایت کې تېره اوونۍ د نړیوال سره صلیب شپږ کارکوونکي چې خلکو تهيې بېړنۍ مرستې رسولې ووژل.
د دغې کمېټې دوه نور کارکوونکي برمته شوي چې له املهیې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې خپل فعالیت ودراوه.