د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

والي: داعشیانو د جوزجان قوش‌تپه کې د سره صلیب ۶ کارکوونکي وژلي


د جوزجان ولایتي چارواکي وايي چې داعش یا د اسلامي دولت وسله‌والو سخت دریځو په دغه ولایت کې د نړیوال سره صلیب ۶ کارکوونکي وژلي دي.

د جوزجان والي الحاج مولوي لطف‌الله عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن چهارشنبه د جوزجان ولایت په قوش‌تپې ولسوالۍ کې وشوه.

دی وايي:

"نن سهار شااوخوا لس بجې د چخمه چقور په نوم سیمه کې چې قوش‌تپې ولسوالۍ ته نېږدې ده او د جوزجان ولایت له مرکزه تقریباً شپېته کېلو متره لیرې ده، داعشیانو دا کسان ووژل."

د جوزجان والي ښاغلي عزیزي همداراز وویل چې د سره صلیب ۵ مأمورین او ۳ موټر چلوونکي سیمې ته تللي و چې د سیمې اوسېدونکو ته د څارویو خوراک توزېع کړي خو هلته د داعش ډلې د مسؤل قاري حکمت کسانو د دې کمېټې شپږ کارکوونکي سم له واره وویشتل او دوه تنه نور یې له ځان سره یووړل.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاند توماس ګلاس هم تائید کړه چې د دوی ۶ کارکوونکي وژل شوي او دوه نور کارکوونکي له حملې وروسته بې‌درکه شوي دي.

د جوزجان والي وايي چې د سره صلیب د وژل شویو کارکوونکو مړي د سپین ږېرو په هڅه د ولایت مرکز ته انتقال شوي دي.

داعش وسله‌والو تر دا مهاله په جوزجان کې د سره صلیب د وژل شویو کارکوونکو په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG