د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

چارواکي: جوزجان کې داعش ډله د ۳۵ بهرنیو کورنیو له‌خوا روزل کېږي


افغان چارواکي وايي، په جوزجان او سرپل ولایتونو کې د اسلامي دولت یا داعش په ګډون د وسله‌والو ډلو فعالیتونه پراخ شوي دي.

په داسې حال کې چې د هېواد په شمال کې د سره صلیب د شپږو کارکوونکو د وژنې په اړه تحقیقات لاهم روان دي، د جوزجان او سرپل چارواکي وايي یوازې د داعش ډلې شااوخوا دوه سوه وسله‌وال چې بهرني ترورېستان روزنه ورکوي د دې ولایتونو په سیمو کې فعال دي.

د جوزجان والي وايي، دا کسان په قوش‌تپې او درزاب ولسوالیو کې د پنځه دېرش کورنیو له‌خوا چې پاکستاني، ازبکستاني او چچنیايي جنګیالي په‌کې دي روزل کېږي.

د جوزجان والي مولوي لطف‌الله عزیزي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دې وسله‌والو د سیمې خلک خورا اندېښمن کړي او زیاته‌یې کړه د دوی د فعالیتونو مخه باید د پوځي عملیاتو له لارې ونیول شي.

نوموړي زیاته کړه:

"هیله لرو د ناامنو سیمو د پاکولو لپاره یوه امنیتي غونډه ونیول شي ترڅو په راتلونکي کې د هغو سیمو امنیت ټینګ شي."

مولوي عزیزي خبرداری ورکړ چې که دا وسله‌وال اوس ونه‌ځپل شي نو په راروان پسرلي کې به د دوی د ورانکارو فعالیتونو مخنیوی ګران کار وي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت په نېږدې راتلونکي کې په شمال کې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي او وايي چې د دې عملیاتو پر پلان کار روان دی.

د دفاع وزارت د تفتیش رئیس جنرال سردار محمد ابوالفضل چې د سره صلیب پر کارکوونکو د برید د پېښې په اړه د څېړنې په مقصد جوزجان ولایت ته تللی وايي چې د شفق په نوم د عملیاتو په نتیجه کې به ورانکارې ډلې وځپل شي.

ابوالفضل: پوځي عملیاتو کې به وسله وال وځپل شي.
ابوالفضل: پوځي عملیاتو کې به وسله وال وځپل شي.

په همدې حال کې د سرپل چارواکي په صیاد ولسوالۍ کې د داعش ډلې په لیکو کې د هغو ازبکستاني وسله‌والو د راټولېدو خبر ورکوي چې مشر یې د دوی په وینا د وژل شوي ترورېست طاهر یولداش زوی دی.

له دې مخکې هم چارواکو ازادي راډیو ته په دې سیمه کې د یولداش د فعالیتونو خبر ورکړی و، خو جزئیات‌یې نه‌و څرګند.

د سرپل والي ویاند ذبیح‌الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې د ظاهر یولداش ډله ښه امکانات لري.

نوموړي زیاته کړه:

"د طاهر یولداش د زوی ظاهر یولداش په مشرۍ یو شمېر کورنۍ چې بهرنيان دي له پرمختللو تجهیزاتو او مالي امکاناتو سره د شاه‌توت په ګډون د صیاد ولسوالۍ په ځینو سیمو کې ځای پر ځای شوي او په سیمه کې د داعش ډلې لپاره د کسانو د استخدام هڅه کوي."

د هېواد په شمال کې د ظاهر یولداش د فعالیت په اړه د چارواکو ادعا تر اوسه خپلواکو سرچینو نه‌ده تائید کړې، خو د سرپل د والي ویاند زیاتوي چې په دې ولایت کې د وسله‌والو طالبانو ځیني قوماندانان لېوالتیا لري چې د داعش ډلې پر لیکو ورګډ شي.

XS
SM
MD
LG