په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سفیر مرستیال وايي، له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغان حکومت له اقداماتو سره-سره دغه لړۍ لا هم پڅه روانه ده.
جورج کنېنګهم د پنجشنبې په ورځ کابل کې د امانتدارۍ اتلانو تر نامه لاندې جوړه شوې غونډه کې وویل، افغانستان اوس هم د فاسدو هېوادونو په کتار کې ځای لري او ټینګار کوي چې د دغې پدیدې پر ضد مبارزه باید ګړندۍ شي.
ښاغلي کنېنګهم وویل:
"افغانستان لا هم د نړۍ د فاسدو هېوادونو په کتار کې ځای لري او اړتیا ده چې ډېر اقدامات ترسره شي، کارونه ډېر پڅ روان دي، موږ اړتیا لرو چې د فساد اړوند د یو شمېر نورو قضیو د څېړلو شاهد واوسو او دا چې تورن کسان محاکمه شي."
ښاغلی کنېنګهم وايي، که څه هم یو شمېر فاسدین د قانون منګولو ته سپارل شوي خو لاهم د ده په خبره ځیني کسان شته چې باید محاکمه شي او د فساد دوسیې یې وڅېړل شي.
اروپايي ټولنه داسې مهال په افغانستان کې د فساد پر ضد پر جدي مبارزې ټینګار کوي چې د شفافیت نړیوال سازمان په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې افغانستان د نړۍ د ۱۷۶ فاسدو هېوادونو په لېست کې ۱۶۹ ځای خپل کړی.
د دغه سازمان د تېر میلادی کال په راپور کې افغانستان تر سومالیا او شمالي کوریا وروسته درېیم فاسد هېواد و، خو دا ځل وتوانېد له دغه کتاره راووځي او اتم ځای ته راشي.
د افغانستان حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره شاوخوا یو کال وړاندې د اداري فساد پر ضد عدلي او قضایي مرکز جوړ کړ او دې مرکز په تېرو څو میاشتو کې د فساد په تور څو علني غونډې کړي او یو شمېر مهم کسانیې محاکمه کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت بنسټ اجرائیه رئیس اکرام افضلي چې دغې غوندې تهیې خبرې کولې وویل، د فساد سره مبارزه باید نوره سیاسي نهوي او خلکو ته پهکې ونډه ورکړل شي.
ښاغلي افضلي وویل:
"له بده مرغه څرنګه چې لازمه ده افغان حکومت نهدی توانېدلی چې له فساد سره د مبارزې برخه کې اقدامات وکړي. خلک باید له فساد سره مبارزه کې شریک کړای شي او داسې بنسټونه جوړ شي چې خلک پهکې ونډه ولري څو له فساد سره مبارزه غیر سیاسي شي. "
ښاغلی افضلي وايي، تېرو دوو کلونو کې د افغان حکومت له لوري د فساد د مخنیوي برخه کې شوي کارونه کافي نهدي.
هاخوا د افغانستان اقتصاد وزیر عبدالستار مراد هم تائیدوي چې د فساد سره د مبارزې برخه کې د ملي یووالي حکومت اقدامات کافي نهدي خو وايي چې افغان حکومت له فساد سره جدي مبارزې ته ژمن دی.
ښاغلي مراد زیاته کړه:
"د حکومت رهبري د فساد پر ضد مبارزې ته جدې اراده لري خو دا چې په تېرو دوو کلونو کې موږ څه لاسته راوړنې لرو، زه هم ترې رضایت نهلرم."
د امانتدارۍ اتلان د افغانستان د ۹ ولایتونو هغه ځوانان دي چې د افغانستان د رونټیا څار بنسټ له لوري د یو کلنۍ روزنې نه وروسته په خپلو ولایتونو کې د څارونکو په توګه فعالیت لري او هلته د فساد د مخنیوي لپاره د ښوونځیو، د محاکمو د کړنو او د ودانیزو پروژو څارنه کوي.
د افغانستان د شفافیت څار اداره وايي چې د امانتدارۍ اتلانو په نوم دغه لړۍ دوام لري او په راتلونکي کې به سلګونه نورو کسانو ته روزنه ورکړل شي.
راپور: عبادالله حنانزی