هلمند چارواکي: د کجکي برېښنا عوایدو ۹۰ سلنه طالبان ټولوي

د هلمند ولایتي شورا وايي، د کجکي برېښنا د عوایدو ۹۰ سلنه وسله‌وال طالبان ټولوي.

په ورته وخت کې د هلمند د برېښنا رئیس وايي، د هغو سیمو عواید دوی نه‌شي ټولولای چې د وسله‌والو په ولکه کې دي.

ویل کېږي طالبان هر کال د کجکي د برېښنا له درکه ۵۰۰ میلیونه پاکستانۍ کلدارې عواید اخلي.

دا په هلمند کې تر کوکنارو او طبیعي زېرمو وروسته ډېرې پیسې دي چې د دولت د وسله‌والو مخالفینو جېب ته لوېږي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي په راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور

Your browser doesn’t support HTML5

هلمند چارواکي: د کجکي برېښنا عوایدو ۹۰ سلنه طالبان ټولوي