د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د کجکي د اوبو پر بند به درېم توربین هم نصب شي


د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال انجینیر شجاع الدين ضيايي د يكشنبې پر ورځ په كابل كې يوې خبري غونډي ته وويل، دوی په پام كې لري په نږدې راتلونكې كې د كجكي بند د بيارغاونې او د بغرا په نوم د اوبو د كانال د پاكولو كار پيل كړي.



ښاغلي ضيايي زياته كړه، د دې كارونو پيل په امنيت پورې تړلې، هغه زیاته کړه، د كجكي د اوبود بند له رغېدو ورسته به د سلګونو جريبه كرنيزې ځمكې په خړوبولو سربېره يو سلو پنځوس ميګا واټه برېښنا هم توليد كړي:

"د كجكي پر نوم بند يواعشاريه اوه ميليارډه متره مكعب اوبه ذخيره كوي.او يوسلو درې زره هكټاره ځمكه خړوبوي او دا بند كولای شي، چې دري پنځوس ميګا واټه برېښنا توليد كړي.
د هلمند د کجکي بند


د درېو توربينو لپاره ځای لري، چې دوه يي فعاله دي او۳۳ ميګا واټه برېښنا د كندهاراو د لښكرګاه خلكو ته وركوي.

درېم توربين، چې د اتلس ميګا واټه بريښنا توليد توان لري سيمي ته رسيدلی، خو په ياده سيمه كې د امنيت په ټينګښت سره به دا توربين هم نصب شي."

افغان چارواكي په داسې حال كې د هلمند په كجكي بند كې د درېم توربين د نصبولو پلان لري، چې په دې وروستيو كې افغان او نړېوالو ځواكونو په سيمه كې د وسلوالو طالبانو پر ضد پراخ پوځي عمليات وكړل.

د كجكي بند اوس مهال د هلمند لښكرګاه او كندهار ښارته له برېښنا وركولو سربېره د بغرا د كانال له لارې د مارجې او نادعلي ولسواليو په سلګونو جريبه كرنيزه ځمكه هم خړوبوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال وويل، دوي د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د اوبو او برېښنا د ديرشو لويو پروژو په اړه مطالعه كړي، چې د تطبيق لپاره يي يوولس ميليارډه اوپنځه سوه ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.

نوموړي وويل، چې تراوسه پورې د دې پروژو د پلي كولو لپاره له مرستندويه هېوادونود مرستې غوښتنه هم كړې خو د هغه په وينا مثبت ځواب يي نه دی تر لاسه كړي.

ضيايي زياته كړه، ټاكل شوې چې په دې برخه كې د افغانستان په اړه په راتلونكې نړېواله غونډه كې چې ټاكل شوې په كابل كې جوړه شي، د مرستې غوښتنه وشي:

"موږ په دې هڅه كې يو او له ډونرانوسره هم زموږغونډې روانې دي او دا ورته وايو، چې د افغانستان اوسني اړتيا د اوبو د بنسټيزو پروژو پلي كول دي.

د كابل كنفرانس، چې په نږدې راتلونكي كې جوړيږي هڅه كوو، چې د دغه بنسټيزو پروژو پروپوزلونه چمتو كړو بيا به وګورو، چې په دې اړه ځواب څه دی ."

په افغانستان كې داسې مهال د برېښنا د توليد پر بنسټيزو پروژو خبرې كيږي، چې لاهم د افغانستان زیاتره خلك له برېښنا نه بې برخې دي او نا امنېو يو شمېر ولايتونه په ځانګړې توګه جنوب د بيارغونې د پروژو نه تطبيق اغيزمن كړی دی.

خو افغان چارواكي تمه ښيي چې وروستي پوځي عمليات به په سيمه كې امنيت ټينګ او د بيارغاونو پروژو ته به لاره هواره كړي.
XS
SM
MD
LG