د امریکا متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل له افغانستان سره د خپل هېواد د امنیتي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
جنرال ووټل پرون سې شنبه په کابل کې د افغانستان د ملي وحدت حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وکتل او د امنیتي وضعیت پر بېلابېلو اړخونو یې د کابل او واشنګټن پر امنیتي همکاریو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تجهیز په اړه خبرې کړې دي.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د امریکا د متحده ایالاتو له پوځي رهبرۍ غوښتنه وکړه چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له افغان امنیتي ځواکونو سره خپل پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ښاغلي عبدالله د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه وايي، اجرائيه رئیس امریکايي لوري ته ډاډ ورکړی چې د ملي امنیتي ځواکونو په تشکیل کې یې پراخ اصلاحات پيل کړي او امریکايي ځواکونه باید د دې لړۍ تر بشپړېدو د افغانستان له امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
اجرائیه رئیس همداراز د افغانستان په هوايي ځواک کې د سترو پرمختګونو یادونه کړې او جنرال جوزف ووټل تهیې څرګنده کړې چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به د افغانستان هوايي ځواک لامثبت پرمختګونه وکړي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د خپل هېواد د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
جنرال ووټل په افغانستان کې د ترورېستي ډلو پر ضد د مبارزې په اړه په خبرو کې ویلي، د سیمې ټول هېوادونه باید د وسلهوالو طالبانو او تشدد له ملاتړه لاس واخلي.
جنرال جوزف ووټل په داسې حال کې له افغانستانه د خپل هېواد د پوځي ملاتړ پر دوام او په سیمهییزه کچه له ترورېزم سره د مبارزې پر اهمیت ټینګار کوي چې د امریکا دفاع وزارت ته د منتخب ولسمشر کاندید متقاعد جنرال جېمز متېس ویلي، په پاکستان کې د ترورېستانو ځالې هغه لویه ستونزه ده چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ورسره مخامخ دي.
متېس: پاکستان کې د ترورېستي ډلو فعالیت د افغانستان امنیت ګواښي
د امریکا د پوځ دې متقاعد جنرال د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل:
"د افغانستان طالبانو ته په پاکستان کې موجودې ځالې او د حرکت ازادي، هغه مهمه عملیاتي مسئله ده چې افغان امنیتي ځواکونه ورسره مخامخ شوي دي."
هغه وویل، د سیمې هېوادونه مسؤلیت لري چې په افغانستان کې د حکومت او د مخالفو ډلو تر منځ د روغې د بهیر ملاتړ او مرسته ورسره وکړي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا نوی ولسمشر به د راروانې جمعې په ورځ د خدمت لوړه او نوې اداره کې په کار پیل کړي.
منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپلو انتخاباتي مبارزو کې د افغانستان په اړه خپل لیدلوری ډېر نهدی څرګند کړی.
اوسمهال د امریکا ۹۸۰۰ عسکر په افغانستان کې مېشت دي.
زیات امریکايي عسکر د افغانستان د امنیتي ځواکونو په روزنه او له القاعده او ترورېزم سره په مبارزه لګیا دي.
د مخکني پلان پر اساس، د امریکا تلونکی ولسمشر بارک اوباما باید د خپلې کاري مودې تر پيل مخکې، د دې عسکرو شمېر نیمايي ته راکم کړي، خو داسې څرګندېږي چې دا پرېکړه ښايي راتلونکي ولسمشر ته پاتې شي.
ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۷ میلادي کال تر پايه ټول امریکايي عسکر له افغانستانه وایستل شي.
دا لا نهده څرګنده چې د امریکا نوې اداره به د دې عسکرو د برخلیک او له افغانستان سره د پوځي اړیکو د راتلونکې په اړه کومې پرېکړې کوي.
خو د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه وايي چې عبدالله عبدالله د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې له مشر سره په خبرو کې له هغه غوښتنه کړې چې د افغانستان د هوايي ځواک د پیاوړي کولو لپاره مرسته وکړي.
ښاغلي عبدالله ویلي، د افغانستان هوايي ځواک باید د دې توان پیدا کړي چې په خپله په ټول افغانستان کې عملیات وکړي.