د لښکرګاه څخه کندهار ته غځېدلې لار چې د نهرسراج له ناامنه سیمې تېرېږي یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
په هلمند کې د اپراتیفي ګروپ مشر عبدالجبار قهرمان که څه هم په دې اړه چې لار بنده ده څه ونهویل، خو دايې ومنله چې د لښکرګاه-کندهار تر منځ دغه ۴۲ کېلو متره لار باندې ناامنۍ ډېرې شوې دي.
قهرمان له دې امله پر هغه سرتېرو او قوماندانانو انتقاد وکړ چې د لارې د ساتلو مسؤلیتيې په غاړه دی.
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي راپور واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5