هغه ځوان چې په وروستیو ورځو کې د جرمني د برلین د حملې په شک د لنډ وخت لپاره ونیول شو او نومیې د خبرونو په سرټکو کې یاد شو، یو ۲۳ کلن بلوڅ بېلتون غوښتونکی دی چې نوید بلوچ نومېږي او د پاکستاني پوځیانو د تعقیب له وېرې یې جرمني ته پناه وړې ده.
نوید بلوڅ په خپله خاوره کې شکنجه شوی او کړاوونهیې لیدلي دي.
دی چې بلوڅ بېلتون غوښتونکی دی، له خپلې خاورې ۶ زره کېلو متره لیرې جرمني ته له پناه وړلو تقریباً یو کال وروسته د برلین د سې شنبې شپې د حملې په شک د لنډ وخت لپاره ونیول شو.
په برلین کې یوه موټر چلوونکي د لارۍ په وسیله د کرسمس پر بازارګي په حمله کې ۱۲ تنه ووژل او ۵۰ نور ژوبل کړل.
دې پېښې یو وار بیا هغو یو نیم میلیون پناه غوښتونکو ته پام واړاوه چې جرمني او نورو اروپايي هېوادونو تهیې پناه وړې ده.
په داسې حال کې چې ډېری مهاجرو له جګړې او شکنجې خپل هېوادونه پرېښي دي، په فرانسه او بلجیم کې د سختدریځو مسلمانانو له لوري ترورېستي بریدونو یو شمېر پناه غوښتونکي هم زیانمن کړي دي.
د نوید بلوچ یوه ملګري واجد بلوچ ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې د جرمني چارواکو وویل چې نوید یې خوشې کړی خو له نوموړي سره لا هم کتلی نهشي.
نوید او واجد دواړه د پاکستان د بلوچستان ملتپال بلوڅان دي.
د دوی په ایالت کې له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې د بېلتون غوښتونکو د جګړې تر څنګ فرقهپالې حملې کېږي.
واجد بلوچ د ازادي راډیو ګندهارا وېبپاڼې ته وویل:
"موږ د شکنجې او ځپل کېدو له وېرې جرمني ته وتښتېدو خو دا ډول نیونې موږ غمجنوي."
ده زیاته کړه:
"موږ په بلوچستان کې د ورته سختدریځۍ قربانیان یو او موږ د جرمني له ولس سره ژوره خواخوږي لرو."
واجد وویل چې ملګری یې نوید بلوچ د فبرورۍ په میاشت کې جرمني ته ورسېد او د پناه غوښتنهیې وکړه چې لاهم پرې غور روان دی.
ده زیاته کړه، نوید بلوچ وروسته له دې وتښتېد چې پاکستاني پوځیانو د ایران پولې ته نېږدې د کیچ ولسوالۍ په ماند سیمه کې د ده پر کور یرغل وکړ.
د نوید بلوچ د تره زوی وحید بلوچ چې هغه هم جرمني ته پناه وړې ده، بي بي سي راډیو ته ویلي چې پاکستاني پوځیانو تېر کال د قید په موده کې نوید شکنجه کړ.
دا ادعاوې خپلواکو سرچینو تائید یا رد کړي نهدي.