که څه هم حکومت هلمند ته د کوټې شورا د انتقال خبره رد کړې ده، خو د هلمند قومي مشران او د موسی کلا اوسېدونکي دغه ولسوالۍ ته د یو شمېر طالب مشرانو د ورتګ خبره تائیدوي.
په ورته وخت کې بیا په هلمند کې د اُپراتیفي ګروپ مشر عبدالجبار قهرمان وايي، د یو شمېر امریکايي او افغان ځانګړو ځواکونو د موجودیت او شپنیو عملیاتو له وېرې د طالبانو مشران په هلمند کې د اوسېدو لپاره زړه نهشي ښه کولای.
دا چې د طالبانو ځینې مهم مشران د څه لپاره هلمند ته تللي دي؟
تفصیلیې د ازادي راډيو خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې:
Your browser doesn’t support HTML5