د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

سرخط: طالبان هلمند کې بایللې جګړه په ماشومانو ګټي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغان حکومت د مخالفینو د فعالیتونو د څرنګوالي سولې، جګړې او بهرني ملاتړ په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، د طالبانو زور اوبه شو، دوی په هلمند کې بایللې جګړه په ماشومانو ګټي.

په لیکنه کې وړاندې راغلي، طالبان د دې لپاره چې د هلمند مرکز لښکرګاه لاندې کړي په ولسوالیو کې یې له کورونو د ځوانانو راټولونه پیل کړې.

په مطلب کې وړاندې راغلي هغوی چې به چې څوک نه لرل نو له پنځو زرو تر دوه لکه کلدارو دوی ته ورکړي.

په مطلب کې د نادعلي ولسوالۍ د خلکو په حواله راغلي، دوی اوس طالبانو ته ویلي چې ځلمي نه ورکوي ځکه چې دوی ورته له هاخوا یوازې سوځېدلي جسدونه راوړي او هره ورځ په کلي کې د دوو، درېیو ځوانانو د ویر ټغرونه خواره وي.
نو د مطلب لیکوال لیکلي، اوس طالبان اړ شوي چې د ځوانانو د نشتوالي له امله ماشومان خپلو لیکو ته جذب کړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، د رسنیو له لارې د خپرو شوېو راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې د ایران سفیر له افغان سخت دریځو طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو د پاللو په اړه اعتراف کړی او دا یې منلې چې د افغان حکومت له مخالفینو سره اړیکې پالي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د ایران د اسلامي مذهبونو د پیاوړتیا د نړیوالې ټولنې د سرمنشي هغو څرګندونوچې په تهران کې یې د اسلامي یووالي په دوه ورځني کنفرانس کې د ګډون لپاره افغان طالبانو ته بلنه ورکړې وه همله طالبانو سره د ایران د اړیکو پر پاللو د تصدیق ټاپه ولګوله.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې حکومت باید ټولې مغرضې او مخالفې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په نښه او له هغوی سره دې د سولې د دښمنانو په توګه سخت چلند وکړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې عنوان پیل کړې ده، د سولې پرمخ تړلې دروازې.

په سرمقاله کې راغلي، افغانانو ته د سولې او جګړې دواړه انتخابونه له خطره خالي نه دي، که د تپل شوې جګړې پر وړاندې مو جګړه کړې هم وژل شوي یو او که د جګړې د درولو لپاره مو ګام اخېستی او یا یې اخلو، هم وژل کېږو.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د افغانستان جګړه هسې اسانه تعریف نه لري چې ووایوجګړه د طالب په نامه د وسله‎والومخالفینو او افغان حکومت تر منځ ده، بلکې دا پېچلې استخبارتي جګړه ده چې ډېر پېچلي اړخونه لري.

سرمقاله لیکونکی د دې خبرې په دوام لیکلي، دا جګړه د نړۍ او سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګټې جګړه ده چې قرباني یې له بده مرغه افغانان ورکوي.

XS
SM
MD
LG