د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

عبدالرازق: ۶ طالب مشران د خپلو کورنیو سره هلمند ته راغلي


د کندهار امنیه قوماندان وايي چې په دې وروستیو کې یو شمېر طالب مشران د خپلو کورنیو سره یوځای هلمند ته راستانه شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چې د سولې په اړه‌يې د ۱۰ ولایتونو د قومي مشرانو دیني عالمانو او مخورو یوې لویې غونډې ته خبرې کولې وویل چې شپږ طالب مشران چې مخکې د پاکستان په کوټه ښار کې اوسېدل په دې وروستیو کې د خپلو کورنیو سره یوځای هلمند ته راستانه شوي دي.

د قوماندان په وینا په تېره اوونۍ کې یو شمېر نورو طالب مشرانو هم غوښتل چې خپلې کورنۍ هلمند ته را انتقال کړي خو د پاکستان د پوځ له‎خوا نیول شوي او په زندان کې اچول شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق
د کندهار امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق

جنرال عبدالرازق زیاته کړه:

"پنځه-شپږ مشران د خپلو کورنیو سره هلمند ته راغلي په دې نوې هفته کې نورو مشرانو هم غوښتل چې هلمند ته راشي خو د پاکستان حکومت نیولي او زندان ته‌يې اچولي کورنۍ يې همداسې بې‌سرنوشته ګرځي."

امنیه قوماندان له طالبانو وغوښتل چې پر بهرنیو دې تکیه نه‌کوي، بلکې د ولس په غوښتنه دې له حکومت سره د سولې لپاره مشترکه ژبه پیدا کړي او روان ناورین ته دې د پای ټکی کېږدي.

نوموړي وویل چې د هېواد روانه جګړه کې پخوا یوازې پاکستان مداخله کوله خو اوس نورو هېوادونو هم لاسوهنې پیل کړي.

امنیه قوماندان له روسيې سره د طالبانو پر تازه اړیکو اندېښنه وښودله او ویې‌ویل چې دا لوی پېغور او د هېواد د بربادۍ یوه بله پیلامه ده.

د کندهار امنیه قوماندان پر سولې د ټينګار ترڅنګ وویل چې يوه داسې سیمه دې مشخصه شي چې امن وي څو طالبان له خپلو کورنیو سره یوځای په‌کې ژوند وکړای شي او له هغه ځایه د حکومت سره روغه جوړه وکړي.

د سولې او ملي پخلاينې د دې غونډې نورو برخه‎والو هم خبرې وکړې.

د غونډې په وروستي کې يو پرېکړه‎ليک هم ولوستل شو چې په هېواد کې د شریعت سره د مخالفو قوانینو د لغوه کېدو، د بهرنیانو د مداخلې د مخنیوي، د ښې حکومتوالۍ او متوازن انکشاف وده، د واک د انحصاري فرهنګ ختمول، د مخالفینو سره د خبرو مشخص ادرس موندل، د حکومت د خپلمنځي اختلافاتو حل او د سولې د خبرو لپاره د اجرائیه کمېټو جوړول شامل وو.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG