لوګر کې ۲ زره کډوالو ته د کورونو لپاره د ځمکو وېش پیل شو

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې دوه زره کسانو ته د کډوالو په ښارګوټي کې د کورونو د ابادولو لپاره د ځمکو وېش پیل شو.

تېره ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي د کډوالو د یاد ښارګوټي په پرانیست غونډه کې ازادي راډیو ته وویل چې په دې ښارګوټي کې دوه زره نورو کسانو ته هم د کورونو د ابادولو لپاره ځمکه وویشل شوه.

حلیم فدايي زیاته کړه، که څه هم تر اوسه په دې ښارګوټي کې کډوالو ته له ځمکو پرته نورې لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې شوي، خو دوی هڅه کوي چې کرار، کرار د کډوالو مشکلاتو ته رسیده ګي وکړي.

فدايي: هڅه کوو کډوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړو.

حلیم فدايي زیاتوي:

"پس له درېیو کلونو هغو راستانه شویو مهاجرینو ته چې لوګر ته راغلي وو، دوه زره نمرې توزیع پیل شوه، په لوګر کې د لومړنیو احصایو مطابق په بهرنیو هېوادونو کې د لوګر تر ۲۱ زره ډېره کورنۍ دي، نورې ستونزې شته چې وخت پر وخت به هغې ته ځان رسوو."

د لوګر والي وویل، هغو کډوالو ته لومړیتوب ورکوي چې په دې وروستیو کې لوګر ته ورستنې شوي، خو ټولو بې کوره کډوالو ته يې په ترتیب سره د نمرو وېش په پام کې دی.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي چې د کډوالو د یاد ښارګوټي پرانیست غونډه کې يې برخه لرله وویل، دوی به په دې ښارګوټي کې د شلو زرو کورنیو لپاره چې د اوسېدونکو شمېر به يې دوه لکه کسانو ته ورسېږي، د استوګنې زمینه برابره کړي.

سیدحسین عالمي بلخي زیاتوي:

بلخي: دا ښارګوټی اته زره جریبه ځمکه لري.

​"دا ښارګوټی اته زره جریبه ځمکه لري چې درې زره جریبه يې د هغې نقشې پر اساس شته ویشل شوې ده، په وېشل شوې ځمکه کې اته زره کورنیو ته ځای ورکړل شوی دی او د کډوالو د چارو وزارت د بهترینو ښارګوټو څخه دی چې په نورو ولایتونو کې موجود دي، پنتځه زره جریبه نوره ځمکه د ښارجوړونې د وزارت د سروې لاندې ده چې هغو يې نقشه کوي، زما هیله داده چې تر پنځلسو زرو پورې نورو کورنیو ته به هم د دې پروژې په دویمه برخه کې نمرې ورکړل شي، دا ښارګوټی شل زره بېرته راستنېدونکو کورنیو ته ځای ورکولای شي چې د وګړو شمېر به يې دوه لکو ته ورسېږي."

بلخوا کډوال وايي چې یوازې د کورونو لپاره د ځمکو په وېش د دوی ستونزې نه هوارېږي، ځکه د کور تر څنګ مارکېټ، سړکونه، ښوونځي، روغتونونه او نور د ژوندانه له مهمو ضرورتونو څخه دي.

د کډوالو یو تن مشر ډاکټر صالح وايي:

"ګورئ که تاسو دا ساحه وګورئ وچه دښته ده، دې کې اوبه نشته، کلینیک نشته، مکتب نشته، حتا سړک نشته، موږ لاره نه لرو چې ابادۍ ته پرې ووځو، دا ټول د انسانانو د لومړینو اړتیاوو دي، خو دلته هېڅ هم نشته، نو دې شیانو ټولو ته مهاجرین ضرورت لري."

لمبات ګل چې د کډوالو یو بل تن مشر دی وویل، که څه هم ولایتي ادارې دوی لپاره د ښارګوټي پرانیسته وکړه، خو لا هم د ښارګوټي یوه برخه ځمکه غصب ده او دوی ته داسې ساحې وېشل شوې چې هغه د سیلابونو تر ګواښ لاندې دي او دا مهال د اوسېدو لپاره مناسبې نه دي.

راپور: نجیب الله الوخېل