ولایتي چارواکي: د حزب‎اسلامي ګوند مهم غړي ننګرهار ته رسېدلي

له تېرو څو ورځو راهیسې په ننګرهار کې د حزب‎اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتيار د راتګ په اړه ګرمې اوازې روانې دي.

ولایتي چارواکي دا مني چې د حکمتيار نېږدې کسان دې ولایت ته راغلي او اټکل کوي چې د دې ګوند نور مهم غړي به هم په نېږدې ورځو کې راشي خو دا چې حکمتيار به په دې ولایت کې استوګن وي که څنګه دوی ناخبري ښيي.

د ولايت وياند عطالله خوګياڼی وايي، د ښاغلي حکمتيار د اوسېدنې په اړه معلومات نه‌شته خو نوموړی وايي، که ننګرهار کې پاتې شي ولایتي اداره او ولسونه‌يې تود هرکلی کوي.

د ولايت وياند عطالله خوګياڼی

نوموړی وايي:

"د حزب‎اسلامي ګوند امير انجنير صیب ګلیدين حکمتيار څو تنه نېږدې کسان چې د هغه نظامي مرستیال هم په‌کې شامل و، د تورخم له لارې ننګرهار ته راغلي او اټکل کېږي چې نور نېږدې کسان به‌يې هم راشي دا به په دې معنی نه‌وي چې دوی ټول به په ننګرهار کې اوسېږي یا بل چېرته! که د دوی د استوګنې لپاره ننګرهار غوره شي د ننګرهار ولایت مقام هر مهال خپلې دروازې پرانیستې او هرکلی کوي او د دې ولایت ولسونه هم هرکلی کوي څو د سولې تفاهم‎ليک کامياب شي."

خو د ننګرهار ولایت مقام یوې باوري سرچينې بیا د نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډيو ته ويلي چې په ننګرهار کې د حکمتيار د اوسېدنې لپاره د هغه کسانو مناسب ځای غوره کړی او اوس د تعميراتي رغونې چارې روانې دي.

دغه سرچينه وايي، ممکن د راتلونکې یوې میاشتې موده کې د حزب‎اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار په ننګرهار کې راښکاره شي.

ننګرهار ته د ښاغلي حکمتيار د راتګ په اړه مختلف نظرونه موجود دي، خو ګڼ شمېر خلک بیا د هغه راتګ دې سیمې ته یو نېک فال نيسي.

ننګرهار د ښاغلي حکمتيار د راتګ په اړه مختلف نظرونه موجود دي

څو تنه جلال‌اباد ښاریان وايي:

"محمد اکرم هاشمي یم، د حکمتيار صیب راتګ ته خوشبينه یو او دا د جهاد ستر مشر و او موږ په دې ویاړو چې حکمتيار صیب ننګرهار یا بل ولایت ته تشریف راوړي او د ده راتګ سره سوله راشي."

"زما نوم فتح‌الله دی، د حکمتيار صیب په اړه به دومره ووایم چې دا د جهاد لوی قايد دی او د ده له راتګ سره به سوله راولي او د ده راتګ سره به نور خلک هم سولې ته وهڅول شي زه د حکمتيار صيب راتګ نېک فال نیسم."

د ویلو ده چې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل دې ولايت ته د معرفت په لومړۍ ورځ ولسونو ته زېری ورکړی و چې د سولې لمر به د ننګرهاره خورېږي.

هغه په خپلو خبرو کې په څرګنده ويلي و چې د حزب‎اسلامي ګوند مشر انجنير ګلبدین حکمتيار به لومړی په ننګرهار کې راښکاره کېږي.

راپور: شاه محمود شینواری