د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

ولسمشر غني یو ځل بیا وسله‌وال مخالفین سولې ته را وبلل


افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د افغان حکومت پر وسله‌والو مخالفینو غږ وکړ چې د سولې بین الفغاني خبروته په غاړې اېښودو سره د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی «ص» لاره تعقیب کړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د میلاد نبي یا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مطفی «ص» د زېږون د ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې وکړې.

ښاغلي غني دغه شان له دیني عالمانو وغوښتل چې سولې ته د هغه کسانو د رابللو په برخه کې همکاري وکړي کوم چې د افغانستان د دښمنانو له خوا غولول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه په دې مبارکه ورځ یو ځل بیا ټول مخالفین بین الفغاني مذاکراتو ته رابولم او دا ورته وایم چې خپل خیر یې، د ملت خیر او د مسلمانانو خیر په دې کې نه دی چې وطنونه مو کنډواله شي او خلک مو در په دره او نوروته محتاج شي، بلکې زموږ ټولو خیر د رسوالله مبارک د لارې یعنې د سولې د رحم او اخوت د لارې په پیروۍ کې دی."

دا لومړی ځل نه دی چې ارګ پر وسله‌والو مخالفینو د سولې د خبرو غږ کوي بلکې تر دې پخوا هم په اخترونو او یو شمېر نورو مناسبتي غونډو کې ولسمشر د افغان حکومت له وسله‌والو مخالفینو غوښتي چې د جګړې د دوام پر ځای د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

غني: طالبان باید د جګړې د دوام پر ځای د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
غني: طالبان باید د جګړې د دوام پر ځای د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

ولسمشر غني په داسې حال کې پر وسله‌والو مخالفینو د سولې د بین الفغاني خبرو غږ کوي چې د راپورونو له مخې وسله‌والو طالبانو په دې وروستیو کې له امریکې غوښتي چې له دوی سره د سولې مشروطو خبرو ته کېني.

په ورته وخت کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالحکیم منیب له ولسمشر غني نه د سولې په برخه کې د ده له هڅو مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل چې په دې برخه کې نوره قرباني هم ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"ښاغلی جمهور رئیس تاسې زموږ مشر یاستئ! د سولې لپاره مو چې کومه لړۍ پیل کړې موږ یې ملاتړ کوو او موږ له تاسې هیله کوو چې په دې لاره کې نور جرأت هم وکوئ، قرباني هم ورکړئ، موږ درسره یو چې خدای مو یوې دایمي سولې ته ورسوي."

افغان حکومت په داسې حال کې پر وسله‌وال مخالفینو د سولې غږ کوي چې شااو خوا درې میاشتې مخکې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې تر منځ د سولې تفاهم لیک لاسلیک شو.

ولسمشر غني یو ځل بیا وسله‌وال مخالفین سولې ته را وبلل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG