نیکلسن: روسیه او ایران افغانستان کې د ناټو د کمزوري کولو هڅې کوي

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان ايران او روسيه د طالبانو په ملاتړ تورن کړل.

د امريکا يو مهم پوځي چارواکى وايي، د هغو ٩٨ تروريستي ډلو له ډلې چې امريکا تشخيص کړي، شل يې په افغانستان او پاکستان کې فعالې دي.

په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن ويلي، په اسلامي دولت ډله يا داعش کې د تحريک طالبان پاکستان، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د افغان طالبانو ځينې پخواني غړي شامل دي.

ښاغلي نيکلسن چې د جمعې په ورځ د امريکا په دفاع وزارت کې يوه ډله خبريالانو ته خبرې کولې، زياته کړه، د امريکا د تروريزم ضد ځواکونو په افغانستان کې روان ميلادي کال د القاعده او اسلامي دولت ډلې يا داعش په وړاندې سلګونه پوځي عمليات کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش شااوخوا ۲۰۰ تنه غړي وژل شوي او یا هم نیول شوي دي.

نیکلسن: د داعش ډلې په وړاندې تر ٣۵٠ ډېر عمليات شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغوى په ٢٠١٦ميلادي کال د القاعده او داعش ډلې په وړاندې تر ٣۵٠ ډېر عمليات کړي دي، د القاعده او د هند په نيمه وچه کې د القاعده څانګې نږدې پنځوس مشران، ملاتړي او غړي وژل شوي يا هم نيول شوي دي، د دې تر څنګ د القاعده شبکې او د اسلامي دولت ډلې شااو خوا ٢٠٠ نور غړي يا وژل شوي، يا هم نيول شوي دي."

جان نيکلسن وويل، د امريکا متحده ايالات د تروريزم ضد هڅو په لړ کې القاعده شبکه او د اسلامي دولت ډله يا داعش په نښه کوي.

هغه زياته کړه، روان ميلادي کال په افغانستان کې د داعش ډلې پرضد په پوځي عملياتو کې د دې ډلې د مشر حافظ سعيد په ګډون ١٢ نور رهبران يې وژل شوي دي.

افغانستان کې د داعش ډلې مشر حافظ سعید چې هوايي حمله کې ووژل شو.

نوموړي زیاته کړه، يو وخت داعش ډلې د افغانستان په نهو ولسواليو کې پناه ځايونه درلودل چې اوس درېيو ولسواليو ته محدود شوي دي.

د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن په عين حال کې روسيه او ايران تورن کړل چې په افغانستان کې وسله الو طالبانو ته مشروعيت ورکوي.

نیکلسن: ایران او روسیه طالبانو ته مشروعیت ورکوي.

نوموړي زیاته کړه:

"د روسيې له خوا په عامه وسله والو طالبانو ته مشروعيت ورکول پر واقعيت ولاړ کار نه دى، بلکې له دې کاره په استفاده غواړي چې د افغان حکومت او ناټو هڅې کمزوري کړي او دا ګټور کار نه دى، د ايران په باب هم وضعيت دغسې دى؛ د ايرانيانو او طالبانو ترمنځ اړيکې شته."

په وروستيو کې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د مسکو او وسله والو طالبانو ترمنځ د اړيکو خبره کړې ده.

د هغه څرګندونې په افغانستان کې د ملي شورا له سخت العمل سره هم مخامخې شوې.

مشرانو جرګې دا موضوع، د افغانستان په کورنيو چارو کې د روسيې لاسوهنه وبلله او دغه څرګندونې يې وغندلې.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان د داعش د مهمو مشرانو د په نښه کېدو خبره کوي، د ننګرهار چارواکو په وروستيو کې ويلي، په دې ولايت کې د داعش ډلې پرضد په عملياتو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو هوايي حملې مؤثرې تمامې شوې دي.

چارواکي: دداعش په وړاندې هوايي حملې مؤثرې تمامې شوي.

تر دې مخکې د ننګرهار په څو ولسواليو کې د داعش ډلې د اړوندو کسانو د فعاليت او موجوديت په اړه راپورونه ورکول کېدل.

خو د دغه ولايت چارواکي وايي اوس په دې ولايت کې د داعش ډلې فعاليت محدود شوى دى.

خو لا هم په افغانستان کې د دې ډلې د فعاليت د زياتېدو په اړه اندېښنې شته.