د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

وحدت: بهرنیو ترورېستانو سرپل کې د انتحاري زده‌کړو مرکزونه جوړ کړي


د سرپل چارواکي په دې ولایت کې د بهرنیو ترورېستانو له‌خوا د نظامي او چرکي جنګونو د زده‌کړو د مرکزونو له جوړېدو خبر ورکوي او په دې اړه اندېښنه ښيي.

د سرپل والي وايي بهرنيو جنګیالیو د سرپل ولایت په غرنیو سیمو کې ځانونو ته امن پټن‌ځایونه جوړ کړي او د دولت مخالفو وسله‌والو ته د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د جکړې زده‌کړې ورکوي.

ظاهر وحدت وايي چې دې ولایت کې جګړه د بهرنیو وګړو په ځانګړي ډول د افغانستان د شمالي او جنوبي ګاونډیو هېوادونو د اتباعو له‌خوا رهبري کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې بهرنيو جنګیالیو د انتحاري بریدونو د تربیې مرکزونه د افغانستان د جنوبي پولو له هخوا څخه د سرپل کوهستاناتو ولسوالۍ ته رالېږدولي او د څو میاشتو په ترڅ کې یې ۶۰ تنه انتحاري کسان روزلي دي.

وحدت: یادو بهرنیانو سرپل کې ۶۰ تنه انتحاري برید کوونکي روزلي.
وحدت: یادو بهرنیانو سرپل کې ۶۰ تنه انتحاري برید کوونکي روزلي.

ظاهر وحدت ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د څه باندې یوه کال په ترڅ کې د کوهستاناتو د سقوط راوروسته په دې سیمه کې لویه نظامي پانګونه کړې او عملاً په سرپل ولایت کې څلور زره وسله‌وال طالبان د همدې ولسوالۍ څخه د بهرنیانو له‌خوا رهبري کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کوهستاناتو ولسوالۍ له ۱۳ میاشتو راپدېخوا د طالبانو په ولکه کې وه او هلته د طالبانو د تربیې او ترېننګ لوی مرکزونه جوړ شوي، دوی ته د بهرنیو استادانو له‌خوا جنګي زده‌کړې ورکړل کېږي او انتحاري کسان دلته تربیه کېږي."

د سرپل چارواکي د دې ولایت په ګن شمېر سیمو کې د داعش ډلې د غړو له پراخ فعالیت څخه خبر ورکوي او وايي چې اکثراً دا ترورېستي ځواکونه په صیاد ولسوالۍ کې او د جوزجان او سرپل په سرحدي سیمو کې د فعالیت مرکزونه لري.

هغه‌یې په اړه زیاته کړه:

"داعش په سرپل کې فعالیت کوي او اکثراً د فاریاب، جوزجان په سرحدي سیمو او د سرپل صیاد او د جوزجان د درزاب او قوشتپې ولسوالیو تر منځ مرکزونه لري."

د سرپل والي وايي چې د دولت ضد وسله‌والو د ځپلو په مقصد به ډېر ژر د سرپل په نا امنه سیمو کې پراخ پوځي عملیات پیل کړي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG