د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

پکتیکا والي د سخت دریځو په اړه د ملي شورا وروستۍ ادعاوې رد کړې


د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړو په دې وروستیو کې داسې ادعاوې وکړې چې ګواکې د یوه پلان له مخې بهرني سخت دریځي یا د اسلامي دولت ډلې د غړو کورنۍ د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د کډوالو په نوم ځای پر ځای کېږي.

د پکتیکا والي هغه ادعاوې ردوي چې وايي، د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې بهرني سخت دریځي د کډوالو په نوم ځای پر ځای شوي دي.

د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کډوالو په نوم د بهرنیو سخت دریځو یا د اسلامي دولت ډلې د غړو د ځای پر ځای کېدو ادعاوې د ملي شورا د دواړو جرګو یو شمېر غړو په تېرو دوو ورځو کې وکړې.

خو د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وايي، هغه کډوال چې د دې ولایت په څو سیمو کې ځای پر ځای شوي اکثره‌یې له وزیرستانه د جګړو له امله دې ولایت ته کډه شوي او د سیمې له اوسېدونکو سره قومي اړیکې لري.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت

ښاغلي وحدت زیاته کړه:

"له موږ سره بهرني کډوال شته. هغوی یوازې وزیرستاني وروڼه دي چې یو شمېر یې په برمل ولسوالۍ او یو شمېر نور یې په سروبي او اورګون کې ولسوالیو کې اوسېږي. هغوی د پاکستاني پوځ د عملیاتو له پیلېدو وروسته راغلي و او تر اوسه له موږ سره اوسېږي. هغوی نه داسې خلک دي چې څوک‌یې په ژبه پوه نه‎شي. هغوی زموږ خپل پښتانه دي، مسعود دي، وزیر دي، دوړ دي. نه دا ده چې دوی جنګیالي دي."

خو تر دې یوه ورځ مخکې په مشرانو جرګه کې د پکتیکا استازي جمعه‌الدین ګیانوال وویل چې د پکتیکا په څو ولسوالیو کې د کډوالو په نوم یو شمېر داسې کسان ځای پر ځای شوي چې په بهرنیو ژبو خبرې کوي او وسلې هم لري.

نوموړی وايي:

"د پکتیکا په دوو ولسوالیو برمل، ګیان او ګومل کې له یوې میاشتې راهیسې چې اوس هم دا لړۍ روانه ده پټ مخي مهاجر سره له وسلې راځي او هلته‌یې خیمې وهلي، ځینو یې په کلیو کې ځایونه نیولي او ځینو یې یو کمپ جوړ کړی دی، دوی داسې کسان دي چې نه‌یې څوک په ژبه پوهېږي او نه څوک نېږدې پرېږدي، مهاجر خو په دې معنی چې یوازې سرپناه ځان ته پیدا کړي نه دا چې وسلې ولري."

خو د پکتیکا والي ښاغلي وحدت له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې ولایت کې د کډوالو په توګه د بهرنیو سخت دریځو د میشتېدو په اړه د ملي شورا یو شمېر هغه غړي دا ادعاوې کوي چې د سیمې له حالاتو چندان خبر نه‎دي او نه‌هم په میاشتو او کلونو یې سیمه له نېږدې کتلې ده.

نوموړی وايي:

"دغه کسان چې په ملي شورا کې دي دوی زموږ استازي دي دوی ته موږ احترام لرو خو له بده‎مرغه دغه خلک په کلونو کلونو خپلو سیمو ته نه‌راځي او له خپلو سیمو نه‎دي خبر. هغه خبرې چي چا د پکتیکا په اړه وکړې ماهم واورېدې. زه باوري یم دغه سړی په یوه کال کې پکتیکا ته نه‎دی راغلی او نه د پکتیکا له حالاتو خبر دی."

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر هم د تېرې شنبې په ورځ ورته ادعا وکړه او ویې‌ویل چې داعش پلان لري چې د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې دوه سوه کورنۍ د مهاجرو په توګه ځای پر ځای کړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر
د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر

ننګرهار هغه ولایت دی چې د راپورونو له مخې په‎کې د لومړي ځل لپاره داعش ډلې خپل فعالیتونه پیل کړي وو.

د ملي شورا غړو ټینګار وکړ چې که حکومت دغې موضوع ته جدي پاملرنه ونه‎کړي، دا لړۍ ښایي اکثرو ولایتونو ته وغځول شي.

سناتور باز محمد زرمتي وویل، په یو شمېر شمالي ولایتونو کې دغه کار مخکې شوی چې نن ورځ ورسره سیمه نا امنه شوې ده.

د افغانستان امنیتي مسائل تر ډېره په درېیو امنیتي ارګانونو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت پر ریاست پورې تړلې دي.

د ملي شورا د دغو غړو د ادعاو په اړه د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډيو ته یوازې دومره وویل چې افغان ځواکونه به د وسله‎‌والو مخالفینو ټول پلانونه شنډ کړي او پرې به نه‌ږدې چې دوی په خپلو اهدافو کې بریالي شي.

د ملي شورا یو شمېر غړو د دغو ادعاو په اړه مو هڅه وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د چارواکو عکس‌العمل هم راواخلو خو د پرله‎پسې تماسونو سره-سره د هغوی د نظر په اخیستو بریالي نه‌شو.

XS
SM
MD
LG