د بلخ ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سرپرست والي سره د هغه د تغییر یا تبدیلۍ په اړه هېڅ خبرې ونهکړې.
د بلخ والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني د دوشنې او سې شنبې په ورځو د بلخ سرپرست په سیاسي دفتر کې د ټولنې له ګن شمېر اقشارو سره وکتل او ممکن په بلخ کې یې د سرپرستۍ سیستم د دوام یا ختمېدو په اړه خبرې کړې وي، خو په هېڅ یوه غونډه کې د ولایت مقام کارکوونکو ګدون نهدرلود.
منیر فرهاد یې په اړه وویل:
"د بلخ والي د سرپرستۍ په اړه هېڅ ډول نظر پوښتنه د ولسمشر او د بلخ والي تر منځ نهده مطرح شوې او په دې اړه نظریات نهدي رد و بدل شوي."
تر دې دمخه د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې له ولسمشر غني سرهیې د کتو پر مهال هغه ته وړاندیز وکړ تر څو په بلخ کې د سرپرستۍ سیسټم ته د پای ټکی کېږدي چې ولسمشر د یادې ستونزې د حل وعده وکړه.
له دې وړاندې یو شمېر ملي او نړیوالو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې ښاغلی عطا محمد نور د اجرائیه رئیس سره د اختلاف په دلیل هڅه کوي ارګ ته ځان ورنېږدې کړي.
خپاره شویو معلوماتو ته پر استناد چې د ولسمشر اشرف غني او د بلخ سرپرست عطا محمد نور تر منځ په یو شمېر لیدو کاتو کې داوړه لوري پر دې توافق رسېدلي چې ښاغلي نور ته به یو نېږدې کس په بلخ کې د والي په توګه معرفي شي او دی خپله به ارګ ته وروغوښتل شي.
منیر فرهاد له دې سره چې د دواړو لورو تر منځ د سیاسي ناستو ترسره کېدل مني، خو زیاتوي چې تر دې دمه ارګ د عطا محمد نور د سیاسي سرنوشت په اړه کوم تصمیم نهدی نیولی.
هغه وویل:
"د ډواړو لورو تر منځ ولسمشر او عطا محمد نور تر منځ نظر غوښتنې ترسره شوي، تر څو باید ښه حکومتوالي ترسره شي او امنیت په افغانستان کې تأمین شي، په مختلفو موضوعاتو حتماً خبرې شوي او دا تائیدوم."
د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې له دوو کلونو وروسته بلخ ولایت ته د ولسمشر غني سفر، د اوږدې مودې لپاره په کابل کې د عطا محمد نور حضور او د دواړو لورو تر منځ سیاسي لیده کاته دا څرګندوي چې د ښاغلی نور په بېسابقه توګه ارګ ته ورنېږدې شوی.
سیاسي شنونکی ذبیحالله احساس وايي، که ولسمشر غني په سیاسي چارو کې د ښاغلي نور پښه ارګ ته وکښله او وتوانېده چې د جنبش او جمعیت حزبونو تر منځ سیاسي واټن راکم کړي، دا تصمیم به د هېواد د سیاسي او امنیتي وضعې د ښه کېدو په خاطر مؤثر وي، خو په غیر صورت کې به سیاسي لانجې زیاتې شي.
هغه ارګ ته د عطا محمد نور د نېږېدوالي په اړه وویل:
"باید ولسمشر د دې قدرت او درایت ولري، تر څو د جمعیت او جنبش تر منځ سیاسي لرېوالی درک کړي او مدیریتیې کړي، که په دې ډول مخ ته ولاړ شو دا به ښه اقدام وي د شمال لپاره او که ارګ ونهتوانېد دا مدیریت ترسره کړي، دا نو نه د افغانستان په خیر ده او نههم د شمال."
دا په داسې حال کې ده چې د عطا محمد نور ویاند وايي چې په ولایتونو کې د سرپرستۍ دوام سبب شوی تر څو په اجرائیوي چارو کې د والیانو قدرت ضعیف شي، خو یاده موضوع تېره ورځ د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري په کلکه رده کړه.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی