د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

ولسمشر غني د ترورېزم سره پر جدي مبارزې ټینګار کړی


ارګ وايي چې ولسمشر غني بلخ کې د دې ولایت له دولتي چارواکو او د مدني ټولنې له فعالانو سره په خبرو کې د ترورېزم سره پر جدي مبارزې ټینګار کړی دی.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر د بلخ ولایت د مختلفو اقشارو سره په لیدنو کې د افغان ملي پوځ د تجهیز ترڅنګ په هېواد کې د ترورېزم سره پر جدي مبارې او د نا امنۍ پر له‎منځه وړو تاکید کړی.

ښاغلي چخانسوري د ولسمشر د نظریاتو په اړه وویل:

"د نېږدې کلونو په ترڅ کې مسلح پوځ تر پخوا ډېر تجهیز شوی او همدارنګه په اتحاد او اتفاق سره کولای شو چې د ترورېزم پر وړاندې جدي مبارزه وکړو."

ولسمشر غني نن سې شنبه د ۲۰۹ شاهین قول اردو له چارواکو سره هم وکتل او امنیتي چارواکو ته یې ډاډ ورکړ چې افغان ملي پوځ به په مجهزو نظامي تجهیزاتو سمبال کړي.

د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید وايي چې ولسمشر غني د دې شورا له غړو ته ډاډ ورکړی چې بلخ کې به د سرپرستۍ سیستم ته ډېر ژر خاتمه ورکړي.

ښاغلي حدید زیاته کړه:

"دا چې ښاروال، د والي مرستیال او خپله والي بلخ کې وظیفې د سرپرستانو په توګه پر مخ بیايي؛ غوښتنه مو وکړه چې د سر پرستۍ سیسټم ختم کړي، ولسمشر غني وویل چې کابل ته له ستنېدو وروسته به ډېر ژر دا کار وکړي."

همدا اوس مهال د بلخ ښاروال، د والي مرستیال او د دې ولایت والي د سرپرستان په توګه خپلې دندې پر مخ بیايي.

د بلخ ولایتي شورا غړي وايي چې د هېواد ولسمشر بلخ ته په خپل سفر دا هم ویلي چې ډېر ژر به د امو سیند سواحل تحکیم کړي.

ولسمشر غني همدا راز تعهد کړی چې مزارشریف کې به د زندانیانو لپاره یو نوی محبس جوړ شي او د کود او برق فابریکه به په نوې تکنالوژۍ سمباله شي.

بلخ د ته د ولسمشر په راتګه سره د یکشنبې را پدېخوا د مزارشریف ښار لوی واټونه د ترافیکو پر مخ بند وو او خلکو ته اجازه نه ورکول کېده څو په موتړونو سره تګ راتګ وکړي، یادې مسئلې د مزارشریف ښاریان له ګن شمېر ستونزو سره مخ کړي.

د بلخ دو تنه ښاریان یې په اړه وايي:

"د ولسمشر په راتګ سره لارې بندې وې، امنیتي ځواکونو سړکونه بند کړي وو، موټرونو ته یې د تګ راتګ اجازه نه ورکوله او هرڅوک یې له ستونزو سره مخ کړي وو.

-دوه ورځې وشوې چې لارې بندې وې، ولسمشر راغلی و خو خلک یې دلته له ستونزو سره مخ کړل، روغتون ته ورغلې لارې د خلکو پر مخ تړلې وې."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني مزار شریف ته تر راتګه مخکې تېره ورځ دوشنبه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اته مراد- اقنې د اورګاډي پټلۍ افتتاح کړه.

مجیب الرحمن حبیب زی

پخواني:

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په بلخ کې له یو شمېر امنیتي چارواکو او مدني فعالانو سره په کتنه کې له ترورېزم سره په جدي مبارزې ټینګار کړی.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن سهار په بلخ کې د ازادي راډيو خبریال ته ویلي چې ولسمشر غني به نن سې‌شنبه په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له چارواکو سره هم وګوري.

ولسمشر غني تر دې وړاندې په بلخ کې له یو شمېر مدني فعالانو سره هم کتلي دي او دغو مدني فعالانو ازادي راډيو ته ویلي چې ولسمشر غني دوی سره په خبرو کې ژمنه کړې چې افغان حکومت به د ترورېزم په وړاندې جدي مبارزه کوي.

خو ښاغلي غني ویلي چې یو شمېر د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د نا امنیو د دوام هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG