په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير ويلي، د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې لاسليک شوې موافقه ښايي هغو وسله والو طالبانو ته يو ماډل وي چې غواړي له تاوتريخوالي لاس واخلي او د سولې له پروسې سره ملګري شي.
محمود صيقل د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وينا پر مهال وويل:
"موږ هوډ لرو چې افغانستان ته سوله راولو، دا که د هغو کسانو ملاتړ راسره وي که نه چې تر اوسه د دې پروسې په ملاتړ کې پاتې راغلي دي."
ښاغلي صيقل ويلي، د سولې د موافقې عملي کېدلو د امنيتي ځواکونو او هغو کسانو ترمنځ شخړې کمې کړي چې دغې ډلې ته وفادار دي.
د افغان حکومت او د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقه د روان لمريز کال په تلې يا ميزان مياشت کې لاسليک شوه.
ډلې په خپلو کې د افغانستان د سولې پر مسئله څو غونډې کړي، خو وروسته يې غونډې وځنډېدې.
بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان دايمي استازي ويلي، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مذاکرې د افغانستان د لانجې يوازنۍ حل لار ده.
مليحې لودي ويلي چې نړيواله ټولنه کولاى شي د سولې د دغو مذاکرو ملاتړ او مرسته وکړي.
د پاکستان دايمي استازې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وينا پر مهال ويلي، د افغانستان د درېيو لسيزو جګړو د پاکستان پر امن، ثبات او اقتصادي پرمختګ هم اغېز کړى دى.
د هغې په خبره پاکستان تيار دى له افغان طالبانو سره هم د سولې د خبرو له بيا پيل سره مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د رايو په اتفاق سره د افغانستان په اړه يو پريکړه ليک تصويب کړ چې له افغانستانه د ملاتړ د دوام ژمنه په کې شوې، څو افغان حکومت وکړاى شي يو ثابت، خوندي او په اقتصادي لحاظ پر ځان بسيا وي او د تروريزم دغه راز مخدره موادو له ستونزې په امان وي.
په پرېکړه ليک کې په وروستيو کې د ملکي تلفاتو او د سخت دريځو وسله والو د نفوذ پر زياتېدو اندېښنه ښودل شوې ده.