د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

حکمتیار: څوک چې د معتبره محکمې له‎خوا تورن وي بخښنه دې غواړي


ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا رد کړې چې د جنګي جنایتونو د تور په خاطر بخښنه وغواړي.

ښاغلي حکمتیار ویلي کوم خلک چې د یوې معتبره محکمې له‎خوا تورن وي باید بخښنه وغواړي نه هغه چې د خپل ځان او هېواد دفاع‌یې کړې ده.

هغه دا خبرې د فرانسې خبري اژانس "اې. اف. پي" ته په یوه تازه غږیز پیغام کې کړې دي.

هغه ویلي:

"کوم کسان چې د یوې معتبره محکمې له‎خوا د جنګي جنایتونو په خاطر تورن شوي وي باید بخښنه وغواړي. نه هغه چې جګړه پرې تحمیل شوې او د خپل ځان او هېواد دفاع‌یې کړې ده."

ګلبدین حکمتیار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او متحده ایالتونو په تور لېسټ کې شامل دی.

ګلبدین حکمتیار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او متحده ایالتونو په تور لېسټ کې شامل دی.
ګلبدین حکمتیار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او متحده ایالتونو په تور لېسټ کې شامل دی.

په هغه تور پورې دی چې په افغانستان کې یې له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ پورې د کورنۍ جګړې پر مهال زرګونه کسان وژلي دي.

د بشري حقونو مدافع ډلو او د ښځو ځینو ملاتړو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب‎اسلامي سره د سولې د تړون پر خلاف اعتراضونه هم کړي دي.

دغو فعالانو له حکومته غوښتي چې په دې تړون بیا کتنه وکړي او حکمتیار ته د قضايي خوندیتوب اړوند ماده لیرې کړي.

ښاغلي حکمتیار له "اې. اف. پي" سره په خبرو کې ویلي د سولې د تړون په اړه د ښځو کومې لویې ټولنې نه بلکې کم شمېر ښځو اعتراض کړی چې د هغه په خبره د پام وړ نه‌دی.

افغان ولسمشر له حزب‎اسلامي سره د سولې تړون د روان کال د تلې یا میزان په اتمه لاسلیک کړ.

اخوا د بشري حقونو فعال او د پوهنتون استاد ډاکټر خواجه محمد عصامي وايي، حکمتیار حق لري چې داسې څرګندونې وکړي ځکه د ده په خبره تر اوسه کومې رسمي محکمې هغه تورن کړی نه‎دی.

دی وايي:

"که حکمتیار صاحب ووايي چې زه بخښنه نه‌غواړم او هغه څوک دې بخښنه وغواړي چې باصلاحیته محکمې تورن کړی وي دا د ده حق دی. د دې لپاره چې تر اوسه داسې عادلانه محکمه نه په افغانستان او نه‌هم په نړیواله کچه دایره شوې چې هغه حکمتیار تورن وپېژني. په دې ترتیب باندې چې یوه عادلانه محکمه وي او طرف ونه‌نیسي هر څوک‌یې چې تورن وپېژندلو هغه باید خپل مجازات هم وګوري خو مخکې له محاکمې داسې تورونه د بشري حقونو پر اساس هم د باور وړ نه‎دي."

ګلبدین حکمتیار په داسې حال کې د جنګي جنایتونو د تور په اړه له بخښنې غوښتلو ډډه کړې چې افغان ولسمشر د ملګرو ملتونو د تعذیراتو له کمېټې غوښتي چې د حزب‎اسلامي د تړون د تطبیق په برخه کې همکاري وکړي.

له حزب‎اسلامي سره په تړون کې په ګلبدین حکمتیار د بندیزونو لیرې کول یو مهم شرط دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG