د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

د ملګرو ملتونو د بندیزونو لېست څخه د حکمتیار د نوم ایستلو هڅې


د افغانستان حکومت په پام کې لري چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېست څخه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو په اړه رسمي غوښتنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې پلاوي پرون له افغان چارواکو سره کتنې وکړې او په دې ترڅ کې حکومتي مشرانو له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د وسله والو مخالفینو پر هغو مشرانو بندیزونه ولګوي چې لاهم د جګړې د دوام نیت لري.

افغان حکومت غواړي چې ډېر ژر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له لېست څخه د حزب اسلامي د مشرانو د ایستلو په اړه دې کمېټې ته رسماً یو مفصل غوښتنلیک ولېږي.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې پلاوي پرون د ملي امنیت له سلاکار او له هغه مخکې د کورنیو چارو له وزیر سره په کتنو کې په دې اړه بحثونه وکړل.

د پلاوي مشري د بندیزونو د کمېټې مشر او په ملګرو ملتونو کې د نیوزیلېنډ دایمي استازي جرارډ- وان بوهمن «Gerard van Bohemen» کوله.

د م.م بندیزونو د کمېټې مشر جرارډ- وان بوهمن.
د م.م بندیزونو د کمېټې مشر جرارډ- وان بوهمن.

د ملي امنیت شورا په یو بیان کې وايي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له پلاوي سره په کتنه کې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې مذاکرو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې بین الافغاني خبرې په افغانستان کې د سولې د بریالیتوب اصلي لاره ده.

بیان زیاتوي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې پلاوي ژمنه وکړه چې د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټه به، د بندیزونو له لېست څخه د حزب اسلامي د مشرتابه د ایستلو په برخه کې پوره غور او همکاري وکړي.

بیان زیاتوي چې د ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې د وسله والو طالبانو د هغو مشرانو نومونه د بندیزونو په لېست کې اضافه او شتمنۍ یې کنګل کړي چې د ترورېستي او ورانکارو فعالیتونو پر دوام باور لري او د سولې خبرو ته نه حاضرېږي.

له م.م غوښتل شوي چې د طالب مشرانو نومونه د بندیزونو لیست کې شامل کړي.
له م.م غوښتل شوي چې د طالب مشرانو نومونه د بندیزونو لیست کې شامل کړي.

د ملي امنیت د شورا بیان د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې د پلاوي د مشر له قوله لیکي چې هغه وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټه د سولې د راوستو لپاره د افغان حکومت د پالېسۍ ملاتړ کوي او د بندیزونو په لېست کې د هغو طالب مشرانو د زیاتولو په اړه به غور وکړي چې ترورېستي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG